د لاس رسي وړ اتصالات

د تاوتریخوالي زیاتېدل غندم، افغانان هر اړخیر اوربند غواړي- ویلسن


ښاغلي ویلسن یاد موټر بم بریدونه او د تاوتریخوالي زیاتوالی غندلی دی.
ښاغلي ویلسن یاد موټر بم بریدونه او د تاوتریخوالي زیاتوالی غندلی دی.

په کابل کې د امریکا سفارت شارزدافیر راس ویلسن وايي په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې موټر بم بریدونو یې زړه مات کړی دی.

نوموړي نن دوشنبه اکتوبر۵ (تلې۱۴) پر خپل ټویټر لیکلي چې د سیاسي تاوتریخوالي له امله مرګ ژوبله زیاته شوې ده. نوموړي د موټر بم بریدونه او د تاوتریخوالي زیاتوالی غندلی دی.

ښاغلي ویلسن زیاته کړې چې افغانان پراخ اوربند ته اړتیا لري.

نن شنبه سهار لس بجې په مرکز مهترلام کې د لغمان والي رحمت الله یارمل د موټرو په کاروان بم برید کې د چارواکو په وینا اته تنه ووژل شول او څه باندې ۳۰ نور ټپیان شول.

د لغمان والي ویاند اسدالله دولتزي امریکا غږ ته وویل چې په وژل شوو کسانو کې څلور ملکي وګړي او څلور د والي ساتونکي شامل دي.

د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې بیا همداسې یو برید د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه ووژل او ۳۷ نور ټپیان کړل.

تر دا مهاله د دغو دواړو بریدونو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

په ورته مهال د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې موټر بم برید غندلی او د ورته بریدونو دوام یې د سولې بهیر په ضرر بللی دی.

یاد کمېسیون همدارنګه دغه برید د نړیوالو اصولو خلاف او جنګي جنایت بللی دی.

په افغانستان کې د یوې اونۍ دننه د یوې ورځې په توپیر دغه موټر بم بریدونه پر داسې مهال کیږي چې په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي کمېدو په اړه هیلې زیاتې شوي دي.

په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د سولې خبرو پرانیستل هغه څه دي چې خلکو ته یې د جګړې پای ته رسېدو په اړه هیلې پیدا کړي دي.

XS
SM
MD
LG