د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې طالبانو په یو شمیر ولایتونو کې دیني مدرسې تړلي او هڅه کوي چې نورې رسمي مدرسې هم وتړي.
دغې شورا د پنجشنبې په ورځ د اپریل په اتمه (وري ۱۹) په یو بیان کې ویلي چې د دیني عالمانو د خوندیتوب په کمېټه کې د دیني عالمانو د وژنې د عواملو او د مخنیوي په لارو چارو باندې بحث وشو.
په بیان کې راغلي چې طالبانو په لوګر ولایت او د پروان په غوربند ولسوالۍ کې دیني مدرسې تړلي او زدهکوونکي یې له زدهکړو محروم کړي دي.
له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي و چې طالبانو په لوګر ولایت کې د ۳۶ دیني مدرسو استادان، زدهکوونکي او د هغوی کورنۍ ګواښلې دي، چې له امله یې ۷۵۰۰ زدهکوونکي له زدهکړو محرو شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي: "په سرپل، جوزجان او بادغيس ولايتونو کې هم رسمي ديني مدرسو ته تهديدونه ډېر شوي او طالبان غواړي چې رسمي ديني مدرسې تهديد کړي او وتړي".
په بیان کې راغلي چې په دې غونډه کې د غیر رسمي دیني مدرسو د نصاب او اسنادو د ستونزو په حل باندې هم بحثونه شوي دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت د شمېرو په اساس په دغه هېواد کې ۱۱۰ دارالعلومه، ۲۱۷ دارالحفاظ او ۸۰۱ مدرسې فعالیت کوي.
د دغه وزارت ویاندې نجیبې ارین امریکا غږ ته وویل چې د دیني زدهکړو په دغو مراکزو کې ۲۰۸زره زدهکوونکي په زدهکړو بوخت دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا دغه راز ویلي چې تیرکال په ۱۴ ولایتونو کې ۲۸ دیني عالمان د طالبانو په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.