د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ غواړي مدرسې کنترول کړي


د پاکستان پوځ وايي چې د افراطیت پر ضد د مبارزې په لړ کې به څه باندې ۳۰زره دیني مدرسې د حکومت تر ادارې لاندې راوستل شي.

د پاکستان د پوځ ویاند وایي چې دا مهال میلیونونه طالبان د پاکستان په دیني مدرسو کې زده کړې کوي خو زیاتوي چې د حکومت په ادارو کې د دغو مدرسو په داخلولو سره به د مدرسو په نصاب کې معاصر مضامین هم شامل کړل شي.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور د دوشنبې په ورځ (اپریل۲۹) په راولپنډۍ کې په یو کنفرانس کې وویل چې ځینې دیني مدرسې د "افراطیت ګرم بسترونه" بلل کیږي.

د اټکل له مخې شاوخوا ۲۵ میلیونه زده کوونکي په دغو مدرسو کې زده کړې کوي. د افغان طالبانو د ځینو مشرانو په ګډون ددې ډلې ډېر غړي له دغو مدرسو فارغان دي.

د پاکستان مذهبي ډلو چې دینې مدرسې چلوي، لا د پوځ د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. خو په تېر وخت کې دغه مذهبي ډلې پر مدرسو باندې د حکومت د هر ډول فشار په ضد درېدلي وې.

XS
SM
MD
LG