د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د پولېو له پروګرام سره د ديني عالمانو همکاري


سږکال په جنوبي ولاېتونو کې د پولېو ۳۴ پیښې ثبت شوي
سږکال په جنوبي ولاېتونو کې د پولېو ۳۴ پیښې ثبت شوي

په کندهار ولاېت کې دیني عالمان وايي چې د پولېو پرضد واکسین د ماشومانو د روغتیا ساتلو لپاره تر ټولو مهمه اړتیا ده او دوی پدې برخه کې د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې خپل ګدون زیات کړی.

د کندهار ښار د ديني مدرسو او ځينو مسجدونو ملا امامان وايي، د پولیو واکسین په ګټو ښه پوه شوي او اوس يې پوره معلومات تر لاسه کړي دي.

د کندهار ښار د لوېې دیني مدرسې ښوونکی مولوي عبدالکریم امریکا غږ ته وويل: "چاته چې د یو شي په اړه معلومات نه وي، خصوصاً زموږ په ټولنه کې، نو ورته د شک په سترګه ګوري. خو اوس په ډاګه وېلی شو چې د فلج واکسین د ماشومانو لپاره ډير مهم دی".

ښاغلي عبدالکریم وویل: "... دا د تأسف ځای دی چې په پاکستان او افغانستان کې لاهم دا ويروس شته، نو مونږ دا د خیر کار بولو او باېد خلک پری خبر شي. که څوک په دې عقیده نلري نو هغه به موږ د حدیثو په رڼا کې پوه او خپله غاړه به خلاصه کړو".

دغه راز یو بل دیني عالم مولوي عبدالله وايي، دیني عالمان اوس تر پخوا زیاته هڅه کوي چې عام خلک د واکسین په ګټو باندې خبر کړي.

هغه د واکسین د ګټو په اړه وويل: "... موږ باید په ټولنه کې د دې ویروس د خپرېدو مخ نیوی وکړو، په مسجد او کلي کې به دا پیغام خلګو ته ورسو چې دا عادي ناروغي نه بلکې ډيره خطرناکه ناروغي دی".

روغتیايي مسئولین بیا وايي چې په روان میلادي کال کې د پوليو د زیاتو پېښو له رامنځ ته کیدو څخه اندېښمن دي.

دوی زیاتوي چې د ټولنې د مخکښو غړو فعاله برخه اخیستنه د پولېو د ناروغۍ په مخ نیوي کې اساسي شرط دی.

د جنوبي حوزې د پولېو پرضد د مبارزې د مرکز رئیس، ډاکتر عبدالقیوم پخلا له دیني عالمانو او د ټولنې له مخکښو غړو څخه وغوښتل چې پدې برخه کې خپله همکاري زیاته کړي.

نوموړی زیاتوي: "... د ماشومانو د فلج د ناروغۍ له پلوه سږکال د افغانستان لپاره یو بد کال دی. یوازې په کندهار کې ۱۳ پېښې ثبت شوي. دا یوازې د عامې روغتیا مسئولیت ندی، که ټولنه مرسته ونکړي دا حالت به دوام ولري".

روغتیايي مسئولین وايي، چې د پولېو په مخنیوي کې د ټولنې مرسته حتمي ده، ځکه د یوی وبا په اړه مبارزه آسانه کار ندی، نو پدې برخه کې دیني عالمان کولای شي یو ځانګړی اغیز ولري.

سږکال په جنوبي ولاېتونو کې د پولېو تر ټولو زېاتې پېښې ثبت شوي چې ټول شمېر يې ۳۴ ته رسیږي.

دغه راز د روان میلادي کال له پېل راهیسې په افغانستان کې د پولېو د مثبتو پېښو شمېر ۵۳ ته رسیږي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG