د لاس رسي وړ اتصالات

ناروی د افغان کډوالو د نه شړولو وړاندیز رد کړ


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ناروی پارلمان د پنجشنبې په ورځ د جنورۍ په اتلسمه هغه وړاندیز رد کړ چې په موقتي توگه یې هیواد ته د افغان مهاجر د بیرته ستنولو ځنډول غوښتي وو.

د بخښنې نړیوال سازمان د ناروی د پارلمان دغه پریکړه هغو افغان مهاجرو ته یوه سخته ضربه گڼلې چې په هغه هیواد کې یې پناه غوښتې. دغه خیریه سازمان د هغو افغانانو په ژوند افسوس کړی چې د جگړو او شکنجو له وجې له خپل وطن نه تښتي.

پارلمان یو بل وړاندیز هم رد کړی چې غوښتل یې د مهاجرو د بیرته ستنولو دمخه باید یو لړ معیارونه په پام کې ونیول شي.

د بخښنې نړیوال د سازمان د مهاجرو او پناه غوښتونکو د حقونو د څانگې رئیس محمد وایي "دا په ناروی کې اوسیدونکو افغانانو ته یو ویرونکی خبر او له خپگانه ډکه علامه ده د نړۍ د یو بډایه هیواد سیاستوال خپله خواخوږي او رحم له لاسه ورکوي. په افغانستان کې ژوند د بمونو، یرغمل کیدنې او شکنجې د خطر سره یوځای دی او دا بیرحمي او له اخلاقه لرې ده چې خلک بیرته هلته ولیږل شي".

ددې سازمان په وینا داسې ښکاري چې ناروی د بل هر اروپایي هیواد په پرتله د شمیر له مخې زیات افغانان شړلي دي.

د افغان مقاماتو په وینا د ٢٠١٧ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د اروپا نه د بیرته شړل شویو افغانانو ٣٢ فیصده یعنی د ٣٠۴ کسانو د جملې نه ٩٧ تنه یې د ناروی نه په زور بیرته خپل هیواد ته استول شوي دي.

د ناروی د پارلمان ددې تصمیم له مخې د افغانانو په منځ کې یوه هم ١٨ کلنه طیبه عباسي ده چې د تروندهایم په ښار کې اوسیږي او د هغې په اړه پریکړه د محصلینو د اعتراضونو سبب شوې ده. طیبه په ایران کې زیږیدلې او هیڅکله هم افغانستان ته نده تللې.

د نړۍ په گوټ گوټ کې څه دپاسه ١٠٠٠٠٠ کسانو د بخښنې د نړیوال سازمان هغه غوښتنلیک لاس لیک کړی چې د ناروی له حکومت نه غواړي تر هغه افغانستان ته د خلکو بریته استول وځنډوي تر څو چې هغه هیواد پوره باثباته او امن شوی نه وي.

XS
SM
MD
LG