د لاس رسي وړ اتصالات

افغان مهاجر د صربستان په سوړ ژمي کې په کنډوالو کې اوسیږي


د افغانانو په شمول یو شمیر مهاجر د صربستان په سوړ ژمی کې اروپایي ټولنې ته د تللو په هیله سختې شپې ورځې تیروي
د افغانانو په شمول یو شمیر مهاجر د صربستان په سوړ ژمی کې اروپایي ټولنې ته د تللو په هیله سختې شپې ورځې تیروي

په لسگونو پناه غوښتونکي چې اکثر یې افغانان دي د صربستان په شمال ختیځو پولو کې اروپایي ټولنې ته د تللو په هیله له امکاناتو پرته په سوړ ژمي کې ژوند کوي.

دغه مهاجر او پناه غوښتونکي اروپایي اتحادیې ته په قانوني توگه د تللو د اوږد انتظار په وجه ستړي شوي او په شاړو ودانیو کې شپې ورځې تیروي.

ددغو مهاجرو زیات شمیر څو ځلې هڅه کړې چې د صربستان له پولې نه کرواشیا ته واوړي، خو هر ځل نیول شوي او بریته لیږل شوي دي.

یو ١٨ کلن افغان چې مدثر، نومیږي د رویترز اژانس ته ویلي چې په تیر یو نیم کال کې یې ۳۰ ځلې هڅه کړې چې کرواشیا ته لاړ شي، خو نه دی بریالی شوی.

دغو پناه غوښتونکو ته چې یو شمیر یې په یوه متروکه چاپخانه کې راټول شوي، یو خیریه سازمان اوبه او ډوډۍ ورکوي.

په یوه بله پیښه کې د صربستان د کورنیو چارو وزارت د ۱۳ تنو د نیولو خبر ورکړی چې غوښتل یې مهاجر اروپایي ټولنې ته په قاچاقي توگه یوسي.

د صربستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې یوه ډله یې په بلگراد کې نیولې چې ١٢ تنه یې صربان او یو یې افغان دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د صربستان او کرواشیا پولیسو په گډو عملیاتو کې ١٧ تنه نیولي چې مهاجر یې په قاچاقي توگه اروپایي ټولنې ته انتقالول. د کرواشیا پولیسو ویلي دي چې دوی هم پدې ارتباط څلور تنه نیولي دي.

په اعلامیه کې دا هم ذکر شوي چې دغو قاچاقبرو د افغانستان، ایران او عراق له ٨٢ مهاجرو څخه له هر یو نه ١٨٠٠ ډالر اخیستي وو. رسمي شمیرې ښیي چې د صربستان په حکومتي کمپونو کې شاوخوا ۴٥٠٠ مهاجر ژوند کوي.

صربستان په ٢٠١٥ او ٢٠١٦ کې د اروپا د مهاجرو د کړکیچ مرکز و کله چې په سلگونو زره مهاجرو د جگړو او غربت له وجې د منځني ختیځ او اسیایي هیوادونو نه د بالکان له لارې اروپا ته مخه کړې وه.

XS
SM
MD
LG