د لاس رسي وړ اتصالات

کول: آن پاکستان نغواړي د طالبانو"اسلامي امارت" بیا راشي


 ستیف کول په واشنګټن کې د کاتو په انستیتوت کې غږېده
ستیف کول په واشنګټن کې د کاتو په انستیتوت کې غږېده

د سیاسي چارو امریکايي کارپوه او لیکوال ستیف کول په دې باور دی چې پاکستان په افغانستان کې یو ملګری نظام غواړي.

د اس-ریاست او پېریانو د جګړې د کتابونو مشهور لیکوال ستیف کول په واشنګټن کې د خپل تازه کتاب په اړه چې په افغانستان کې یې د امریکا د پټې جګړې او روانو چارو باندې لیکلی دی، معلومات ورکړل.

هغه د سه شنبي په ورځ (مارچ۲۰) په واشنګټن کې د کاتو په انستیتوت کې وویل په افغانستان کې د پاکستان ملي ګټه دا ده چې کابل کې داسې یو نظام واکمن وي، چې له اسلام آباد سره ښې اړیکې وپالي او د هند د سیاسي نفوذ مخه ونیول شي.

هغه وویل "ښايي پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنیوي په خاطر په ځینو تاوتریخوالو کې لاس ولري. خو، پاکستان نغواړي چې افغانستان په بشپړ ډول یو بل کورني جنګ کې سقوط وکړي، ځکه چې داسې هېڅ یوه لاره نشته چې پاکستان خپلې خاورې ته د دغه جنګ د غځېدو مخه ونیسي، آن نغواړي چې اسلامي امارت هم بېرته راشي."

ستیف کول په دې باور دی چې په افغانستان کې روان جنګ د پاکستان په زیان هم دی او چې کابل امن وي، اسلام اباد "به خپل داخلي ثبات او اقتصادي ودې ته" پام واړوي. هغه وايي داسې یو نظر موجود دی چې پاکستاني چارواکي په افغانستان کې "ترهرې تېږې لاندې هند" ګوري.

نوموړی داسې مهال دا خبرې کوي چې افغان حکومت پاکستان د طالبانو په ننګه تورنوي او طالبان د کابل د نظام نسکورول غواړي. افغان حکومت څو اونۍ مخکې طالبانو ته د سولې د خبرو بې شرطه وړاندیز وکړ، خو طالبانو لا په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو نظام نسکور کړ او له هماغې راهېسې په افغانستان کې ښکېله ده، دا مهال شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکايي ځواکونه د افغان ځواکونو په تجهیز، روزنې او هغوی ته په سلا مشورو ورکول بوخت دي.

XS
SM
MD
LG