د لاس رسي وړ اتصالات

الیس ویلز: طالبانو سره د مذاکراتو په هکله د امریکا پالیسي نده بدله شوې


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي مقام د چهارشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په اړه د امریکا پالیسي نده بدله شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز، ویلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په هکله د امریکا پالسۍ هیڅ ډول بدلون ندی کړی او د هغې په وینا "طالبان باید له تاوتریخوالي نه لاس واخلي، خپله اړیکه د القاعده شبکې سره وشلوي او د ښځو او لږکیو د حقونو په گډون اساسي قانون ومني."

د امریکا د کانگرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې په استعماعیه غونډه کې الیس ویلز دا څرگندونې پداسې حال کې وکړې چې د طالبانو ډلې په وار وار د افغانستان د حکومت سره د سولې خبرې رد کړي دي او بدل کې یې د متحده ایالاتو سره په مستقیمو خبرو ټینگار کړی دی، هغه غوښتنه چې تل امریکایي مقاماتو رد کړې ده.

خو د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې یو غړي الیوت انگل، د امریکا د حکومت او طالبانو ترمنځ د یو ډول مستقیمو خبرو ملاتړ وکړ. هغه د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکره د یو "تابلیت" سره تشبیه کړه چې د هغه په وینا "تیرول به یې ستونزمن وي" خو ټینگار یې وکړ چې که واشنگټن د شمالي کوریا د مشر کیم جونگ اون، سره مذاکره کولای شي د طالبانو سره خبرې هم امکان لرلی شي.

ښاغلي انگل طالبان یو "واقعیت" وگڼل چې د هغه په وینا باید ورته رسیدگي وشي. هغه د جمهور رئیس ټرمپ څرگندونو ته په اشارې چې ویلي یې وو د هغه تر مشرۍ لاندې اداره په اوسنیو شرایطو کې د طالبانو سره مستقیمو مذاکراتو ته تیاره نده ، پدې ټینگار وکړ چې د واشنگټن دا ډول موقف نیونه اشتباه ده.

دغه امریکایي سناتور وویل چې که د طالبانو سره د مستقیمو خبرو له لارې په ښه توگه گټې لاس ته راتلای شي " د امریکا حکومت باید د طالبانو سره مذاکره وکړي."

په پاکستان کې د طالب مشرانو پناه ځای

د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې همداشان وویل یوه عمده دلیل چې د طالبانو مشران د افغانستان د حکومت سره مستقیمو خبرو حاضر ندي د افغانستان نه بهر د هغوی د امنو پناه ځایونو شتون دی. هغې وویل "هغوی {د طالبانو مشران} د جگړې روزمره فشار ندی حس کړی او په همدې دلیل ندي حاضر شوي چې د مذاکرې میز ته راشي."

دغه امریکایي دیپلومات د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان په همکارۍ باندې په ټینگار سره وویل "زمونږ د ستراتیژۍ تمرکز پدی دی چې پر طالبانو باندې فشار راوړل شي چې هغوی د افغانستان د حکومت د سولې وړاندیز ومني."

د امریکا د کانگرس د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې یو بل غړي تد پو، په مستقیمه توگه پاکستان پدې تورن کړ چې په هغه هیواد کې د ترهگرو ډلو نه ملاتړ کوي چې د امریکا د پوځي او غیر پوځي مرستو نه په گټې اخیستلو سره په افغانستان کې د امریکا په گټو باندې برید کوي.

د امریکا د استازو مجلس دغه غړي ټینگار وکړ چې پاکستان د امریکا د مالي مرستو دوام هغه هم یواځې د اسلام آباد ددې وعدې په خاطر چې د ترهگرو په وړاندې ښه اقدامات وکړي یو "مزخرف" اقدام به وي. هغه سپارښتنه وکړه چې پاکستان ته دې په بشپړه توگه د امریکا مرستې بندې شي چې پاکستان د ترهگرو له ملاتړ نه لاس واخلي.

میرمن ویلز پدې استعماعیه غونډه کې یو ځل بیا پدې ټینگار وکړ چې "که طالبان د سولې خبرو ته تیار او لیوال نه وي ورته مو پوره څرگنده کړې چې اجازه به ورنکړو چې هغوی د پوځي لارې بریالي شي."

میرمن ویلز همداشان وویل چې امریکا او د افغانستان حکومت په پاکستان باندې د دیپلوماتیک فشار، پر طالبانو باندې فشار، ددې ډلې د مالي منابعو د شنډولو او ددیني علماو د ملاتړ د ترسلاسه کولو په گډون د مختلفو لارو چارو نه په استفادې هڅه کوي چې په افغانستان کې جگړه پای ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG