د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان کرکټ لوبډلې له اسیا کپ سیالیو څخه څه زده کړل؟


رئیس احمدزی وايي چې افغان لوبغاړو ښه فیلډینګ وکړ
رئیس احمدزی وايي چې افغان لوبغاړو ښه فیلډینګ وکړ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په آسیا کپ کې د کرکټ د ځینو نړیوالو مبصرینو په وینا تر ټولو ښې، په زړه پورې او هیجاني لوبې وکړې.

افغانستان په اسیا کپ کې خپلې لومړۍ دوه لوبې د سرېلنکا او بنګله دیش څخه وګټلې او د څلورو غوره لوبډلو په پړاو کې یې خپله لوبه د هند سره یې مساوي کړه او پر پاکستان او بنګله دیش یې په وروستي اور کې وبایلله.

د کرکټ ډېرو اوسنیو او پخوانیو مشهورو لوبغاړو او مبصرینو افغانستان د دغو سیالیو غښتلې لوبډله یاده کړه. د افغانستان د کرکټ ټیم په تېرو څو کلونو کې ډېر پرمختګ کړی دی، خو لا هم په ځینو برخو کې ستونزې لري.

افغانستان په اسیا کپ کې له قوي ټیمونو سره په ټولو لوبو کې پوره۵۰ اورونه ولوبول او تر ۲۵۰ یې ډېرې منډې وکړې. همدغه راز یې تر وروستي بال پورې مقاومت وکړ، دا هغه څه دي چې تر دې مخکې د افغانستان په لوبډلې کم لیدل کېدل.

دلوبغاړو کمزوری فټنس(فزیکي او بدني تمرین/غښتلتیا) په سختو حالاتو کې د یوې-یوې او دوو منډو نه کول، د تېزو بالرانو او د اوپنینګ د یوې ښې جوړې نشتوالي د افغان لوبغاړو ستونزې وبلل شوې.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپټان رئیس احمدزی وايي "موږ بهترین لوبغاړي لرو، خو لا پوختګۍ ته ضرورت شته، تاسو ولیده له موږ نه ګټلې لوبې څنګه له لاسه ووتلې. د لوبغاړو د ښې لوبې تسلسل مهم دی، چې یو لوبغاړی نن ۵۰ منډې کوي، سبا باید بیا هم وکړی. داسې نه وي چې نن یې کولی شي، خو سبا نه. همدغه راز تجربه کاره لوبغاړي هم باید په میدان کې خپله تجربه ثابته کړي او لوبې وګټي."

د افغان لوبغاړو یوه ستونزه دا وه چې په سختو او له فشار ډک حالت کې یوه-یوه منډه نشوه کولی. په دغه برخه کې تر ډېره پر شهزاد محمدي انتقادونه وشول چې د وزن د زیاتوالي له کبله یې یوه-یوه منډه ونشوه کړې چې له کبله یې پر لوبډلې فشار زیاتیږي. ځینو نورو لوبغاړو هم دا ستونزه لرله.

محمد نبي عیسی خیل امریکا غږ ته وویل چې لوبغاړي په فټنس کې ستونزې لري، خو زیاته یې کړه چې تر پخوا اوس دا مشکل ډېر حل شوی.

د ملي لوبډلې بل لوبغاړی کریم صادق وايي چې دا ستونزه حل کېدی شي او باید روزونکي او مجرب لوبغاړي دې ټکی ته ډېر پام وکړي. هغه امریکا غږ ته وویل "زموږ لوبغاړو ته فټنس( فزیکي او بدني تمرین/غښتلتیا) ډېر مهم دی، داسې فټنس چې باید هر حالت او هر ډول لوبغاړو سره په لوبو کې ولوبېدی شي. دا کار امکان لري، ډېر تمرین او ډېر کار لوبغاړي فټ کولی شي. دا فټنس د لوبغاړو سره مرسته کوی چې یوه-یوه منډه په اسانۍ سره وکولی شي."

ښاغلي احمدزي که څه هم د افغان لوبغاړو فیلډینګ وستایه خو ویې منله چې له فزیکي پلوه ډېرکار ته ضرورت لري" موږ تر نورو ډېر ښه فیلډینګ وکړ خو فټنیس کې ډېر کار ته ضرورت دی."

د لوبغاړو پر فټنیس سربېره یوه بله ستونزه چې ځینو یاده کړې ده، د تېزو بالرانو د نه لوبولو وړتیا وه. کریم صادق ټېنګار کوي چې افغان لوبغاړي باید د نړۍ د تېزو بالرانو چې د توپ سرعت یې په ساعت کې د ۱۴۵-۱۵۰ ترمنځ وي، د لوبولو وړتیا او کمال زده کړي.

ښاغلی صادق وايي " تاسو ولیدل چې زموږ بیټسمینانو سپن بالران ښه ولوبول، خو له تېزو بالرانو سره یې ستونزه لرله. دوی باید په بالینګ مشین باندې د تېزو بالونو ډېر تمرین وکړي. ځکه چې د انګلنډ او استرالیا په میدانونو کې بالونه ډېر تیز وځي، جګیږي او خوځیږي. زموږ بیټسمینان باید د کټ شارټ، پول شارت او بونسر باندې ډېر تمرین وکړي."

رئیس احمدزی هم په دې باور دی چې افغان لوبغاړي باید د غښتلیو بالرانو د لوبولو وړتیا غښتلې کړي"دا باید زده کړو چې څنګه په فسټ بالرانو باندې شارټ ووهو. څنګه ترې یوه یوه منډه وکړو. زموږ بیټسمینان باید شارټ بال، کټ بال او کور ډرایف باندې ډېر کار وکړي. قوي او تیز بالران هېڅکله هم بیټسمینانو ته د غټ شارټ وهلو چانس نه ورکوي، باید زموږ بیټسمینان په ښو توپونو باندې هم د یوې منډې د کولو وړتیا ولري."

را روان نړیوال جام او افغان تېز توپ اچوونکي

د اسیا کپ په سیالیو کې د افغانستان ورو توپ اچونکي ډېر وستایل شول او د پاکستان کپټان سرفراز احمد خو د افغانستان ورو توپ اچوونکي د نړۍ غوره بالران یاد کړل.

خو افغان لوبډله د حمید حسن، دولت ځدراڼ او شاپور ځدراڼ په غیاب کې په دغو سیالیو کې د یو/دوو داسې بالرانو له کموالي سره مخامخ و، چې لږ ترلږه د بال سرعت یې په ساعت کې ۱۴۰ کیلو مېتره سرعت ولري، د یارکر کولو، شارټ پیچ کولو، انس سوینګ او اوټ سوینګ بال کولو ظرفیت ولري.

راشد خان امریکا غږ ته وویل چې په اسیا کپ کې ورته خپل قوت او نیمګړتیاوې معلومې شوې. هغه وايي افغانستان د تیزو توپ اچوونکو د نشتوالي له پلوه نسبتآ کمزوري وو، چې ښايي تر نړیوال جام پورې دا ستونزه هم حل شي.

افغانستان د ۲۰۱۹ کال د مۍ په میاشت کې برتانیا ته ځي چې په نړیوال جام کې برخه واخلي. هلته به د نړۍ د نهو غوره لوبډلو سره یوه یوه لوبه کوي او که یې وګټلې مخ ته به ځي. لوبې په انګلنډ او ویلز کې کیږي. د برتانیا میدانونونه او پیچونه معمولآ د تېزو بالرانو لپاره ښه وي.

دا مهال دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ او وفادار مومند د بورډ د چارواکو په وینا لوبو ته چمتو نه دي او د ډاکټرانو په سپارښتنې له لوبو منع شوي او تر درملنې لاندې دي.

افغانستان پر افتاب علم سربېره ځینې نور ځوان توپ اچوونکي هم لري او داسې هیلې شته چې نړیوال جام کې به د آسیا کپ تر سیالیو غوره تېز توپ اچوونکي ولري. د دې تر څنګ داسې ښکاري چې افغانستان په اوپنینګ کې لا هم یو داسې لوبغاړي ته ضرورت لري چې د شهزاد سره ملګرتیا وکړي.

د نور علي په غیاب کې احسان جنت او جاوید احمدي په یوې ورځنیو سیالیو کې دافغانستان لپاره لوبه پيلوي، خو دوی تر دا دمه داسې لوبه نه ده کړې چې د افغانستان اوپنینګ دې پرې ډاډه شي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG