د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ۱۸ بهرنۍ موسسې شړي


پاکستان مخکې هم ځينې نړیوالې خیره ټولنې شړلي دي
پاکستان مخکې هم ځينې نړیوالې خیره ټولنې شړلي دي

د پاکستان حکومت ۱۸ نړیوالو خیریه ادارو ته ویلي دي چې باید خپل کارونه بند کړي او له دغه هېواد نه ووځي.

دغه خبره د اکشن اېډ یو ویاند د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر۴) وکړه. دا د نړیوالو خیریه ټولنو پر ضد د پاکستان تازه اقدام دی. اکشن اېډ د تعلیم، بې وزلۍ سره د مبارزې او بشري حقونو په برخو کې کار کوي.

د دغه سازمان اصلي مرکز د جنوبي افریقا په جوهانسبرګ کې دی. سازمان وايي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هغه لیک یې ترلاسه کړی دی چې په کې دغه سازمان ته له پاکستان نه د وتلو امر شوی دی. خو د دغه کار علت لا معلوم نه دی.

اکشن اېډ د پاکستان دا کار په مدني ټولنو او د بشري حقونو په سازمانونو باندې برید بللی دی. د دغه سازمان یو ویاند رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د پاکستان حکومت ۱۷ نورو سازمانونو ته هم د وتلو امر کړی او لیکونه یې ور استولي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه. پاکستان داسې مهال دغو نړیوالو سازمانونو ته د وتلو امر کوي چې په دغه هېواد کې پر خبریالانو او مطبوعاتو باندې د حکومت له لوري محدودیتونه زیات شوي او له دې کبله د مطبوعاتو د ملاتړ ټولنو پر پاکستان انتقادونه ډېر کړي دي.

پاکستان له دې مخکې هم ځینې نړیوال سازمانونه له خپلې خاورې شړلي دي، تېرکال د پاکستان حکومت وویل چې ځینې دا ډول سازمانونه د "پاکستان د دولت ضد اجنډاوې" پر مخ بیایي.

XS
SM
MD
LG