د لاس رسي وړ اتصالات

ګدايي- هغه اصطلاح چې د پاکستان تلویزون مشر پرې له دندې لېرې شو


عمران خان چین ته تللی و چې مرستې جلب کړي
عمران خان چین ته تللی و چې مرستې جلب کړي

د پاکستان د ملي تلویزون مشر له هغه وروسته له دندې لېرې کړل شو چې په چین کې یې د عمران خان د وینا خپرولو پر مهال پر تلویزون د “Beijing” پر ځای “Begging” لیکلی و.

عمران په بیجینګ کې خبرې کولې او د پاکستان تلویزون یې دا خبرې ژوندۍ خپرولې. “Begging” په انګلیسي کې د ګدايي او خیرات ټولولو په مانا ده او دا یوه املايي تېروتنه وه، خو ځکه دا مسئله ډېره حساسه شوه چې بیجنګ ته د عمران خان د تګ مقصد هم د مرستو جلبول و.

د پاکستان ملي تلویزون د دغې تېروتنې له کبله، چې شاوخوا ۲۵ ثانیې پر تلویزون خپره شوې وه، رسماً بخښنه وغوښتله. پاکستان په دې وروستیو کې له سخت اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دی او له همدې کبله د دغه هېواد لومړی وزیر عمران خان د چین او سعودي څخه د مرستو جلبولو لپاره دغو هېوادونو ته سفرونه کړي وو.

د رویټرز خبري اژانس وایي چې د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت رسماً د ملي تلویزون د مشر حسن عباد محمدي د لېرې کولو لارښوونه کړې ده. خو د دغه وزارت ویاند رویټرز ته ویلي چې له دندې د ښاغلي محمدي لېرې کول له دغې املايي تېروتنې سره تړاو نلري.

د پاکستان پر ملي تلویزون دې املايي تېروتنې په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو پراخ غبرګونونه پارولي وو او ځینو یې لیکلي چې دا کار قصداً شوی دی.

XS
SM
MD
LG