د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان سعودي ته په اقتصادي دهلیز کې د شاملیدو بلنه ورکړه


د پاکستان صدراعظم عمران خان او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان
د پاکستان صدراعظم عمران خان او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري د سپټمبر په ٢٠ خبریالانو ته په یوې وینا کې ویلي چې سعودي عربستان ته یې د پاکستان او چین په اقتصادي دهلیز کې د شاملیدو بلنه ورکړیده

ښاغلي چوهدري وویل چې پدی اړه د دواړو ملکونو د مشرانو خبرې شویدي او د اکتوبر د میاشتې په لمړنۍ هفتې کې به د سعودي د لوړپوړو چارواکو یو هیت پاکستان ته سفر وکړي.

د یادونې وړ ده چې د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهلیز پروژه (CPEC) د چین یوې لوی اقتصادي پروژې "د یو کمربند- یوه لار" برخه ده. دغه پروژه د چین د ولسمشر شي جینپنگ پروژه ده چې چین به د مرکزي، جنوبي اسیا او د اورپا سره ونښلوي. دا پروژه د وریښمو تاریخي لار ته عصري بڼه ورکوي.

پاکستانی اقتصاد پوه جاوید برکي چې د نړیوال بانک مرستیال مشر هم پاتی شویدی، د امریکاغږ اردو څانگې ته وویل چې د سعودي عربستان پدی پروژې کې د شاملولو هدف دا دی چې پاکستان کې نور ملکونه هم پانگه اچونه وکړي.

ښاغلي برکي وویل چې روانه میاشت د چین د بهرنو چارو وزیر پاکستان ته سفر کړی و ، د هغه سره هم پدی اړه خبرې شویدي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان سعودي عربستان ته د سفر په مهال سعودي پاچا ته پخپله پدغې پروژې کې د شاملیدو بلنه ورکړیده.

XS
SM
MD
LG