د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان دوه نور افغان طالب مشران له بنده ازاد کړل


پاکستان تر دې مخکې د ملا برادر په ګډون ځینې نور طالب مشران هم له بنده ازاد کړي وو
پاکستان تر دې مخکې د ملا برادر په ګډون ځینې نور طالب مشران هم له بنده ازاد کړي وو

طالب چارواکي وایي، پاکستان عبدلاصمد ثاني او صلاح الدین خوشې کړي دي.

عبدالاصمد ثاني د طالبانو په حکومت کې د افغانستان د مرکزي بانک مشر و او نوم یې د امریکا د تروریستانو په ځانګړي لېست کې هم وو.

دا په تېرې شاوخوا یوې میاشتې کې دریم طالب چارواکي دي چې د پاکستان له زندانونو څخه ازادېږي.

یو شمېر طالب چارواکو دغه معلومات د نوم نه ښودلو په شرط اسوشېټېډ پرس ته ویلي دي چې ښایي پاکستان دا کار په دې خاطر کړی وي چې د افغان طالبانو سره د سولې په خبرو کې مرسته وکړي.

پاکستان دغه دوه طالبان په داسې وخت کې خوشې کړي چې د افغانستان د سولې د هلو ځلو لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد سیمې ته د دوهم ځل لپاره تللی.

ښاغلی خلیلزاد په دې سفر کې افغانستان، پاکستان، عربي متحده امارات او قطر ته ځي.

طالبان په قطر کې سیاسي دفتر لري او دا یې تائید کړې چې تېره میاشت یې مخامخ د امریکا له ځانګړي استازي سره کتلي دي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر

پاکستان په روانه میاشت کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مرستیال ملا غبدالغني برادر هم له زندانه خوشي کړ، خو لا معلومه نه ده چې دوی اوس چېرته دي او څه کوي.

پاکستاني چارواکو ویلي و چې ملا برادر یې د زلمي خلیلزاد په غوښتنه خوشي کړی دی.

ولسمشر غني ویلي چې ازاد کړل شویو طالبانو ته په افغانستان کې ځای شته.

XS
SM
MD
LG