د لاس رسي وړ اتصالات

خواجه آصف: تر پاکستان د سیمې نور هیوادونه په طالبانو زیات نفوذ لري


خواجه آصف وایي د اکتوبر په ١٦ په مسقط کې د طالبانو سره د خبرو یو بل کوشش کیږي
خواجه آصف وایي د اکتوبر په ١٦ په مسقط کې د طالبانو سره د خبرو یو بل کوشش کیږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف وایي چې دوي په طالبانو هاغه شان اثر او رسوخ نه لري لکه څومره یې چې روسیه او نور هیوادونه لري.

ښاغلی آصف وایي چې د همدې - اکتوبر - د میاشتې په ١٦ د عمان په پایتخت مسقط کې د طالبانو سره د سولې د خبرو یوه بله هڅه هم کوي.

ښاغلي آصف د امریکا غږ سره په مرکه کې دا هم ویلي چې که افغان چارواکي پدې خبر وي چې طالبان د پاکستان په کومه برخه کې دي، د هغوي د پوځ سره دې په ګډه په عملیاتو کې برخه واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف وایي چې د افغانستان سره یې په اړیکو کې نرمښت راغلی او کوښښ کوي چې د همدې میاشتې په شپاړلسمې په عمان کې د طالبانو سره یو ځل بیا د سولې د خبرو لپاره غونډه وشي.

ښاغلي آصف زیاته کړه "د پاکستان د پوځ لوی درستیز چې درې ورځې وړاندې افغانستان ته تللی و، افغانانو ته یې دا خبره کړې وه چې د طالبانو د ځای ځایګي په هکله معلومات مه راکوئ، مونږ ته یې را وښیئ او په هیلکوپتر کې راسره کښینئ. مونږ به ورشو او په ګډه به یې له منځه یوسو. افغانان کولی شي پدې کې زمونږ سره په ګډه کار وکړي خو تش تورونه نور د منلو وړ ندی".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل چې طالبان اوس په پاکستان همدومره باور لري لکه څومره چې امریکا یې لري. خو ښاغلی آصف وایي چې د اکتوبر په ١٦ د عمان په پایتخت مسقط کې د طالبانو سره د سولې د خبرو یوه بله هڅه هم کوي.

د هغه په وینا پدې غونډې کې به څلور واړه خواوې برخه واخلي چې هدف یې ښایي افغانستان، پاکستان، امریکا او طالبان وي.

خواجه آصف وایي چې د پاکستان د مري په ښار کې د طالبانو سره د خبرو پر مهال که د هغوي مخکني مشر – ملا محمد عر – نه و مړ شوی، اوس به پدې خبرو کې په کافي اندازه پرمختګ شوی وای. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د ملا عمر مړینې د سولې خبرو ته غټ زیان ورساوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا ومنله چې په طالبانو د هغوي اثر او رسوخ کم شوی "دلته بې باوري ده. مونږ په هغوي دومره اثر او رسوخ نلرو لکه څومره یې چې د سیمې نور هیوادونه لري. د افغانستان او پاکستان تر منځ دوه اړخیزې اړیکې بیا پیل شویدي او مونږ پدې کې د امریکا د منځګړتوب او همکارۍ تمه لرو".

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د همدې اونۍ په سر کې افغانستان ته تللی و چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره یې هم کتلي دي.

داسې ویل شوي چې ښايي جمهور رئيس غني پدې نږدې راتلونکې کې پاکستان ته سفر وکړي، خو د ارګ د ویاند یو مرستیال امریکا غږ ته تائید کړه چې ښاغلی غني په اوس وخت کې پاکستان ته د تلو نیت نلري.

XS
SM
MD
LG