د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان خارجه وزیر: امریکا شاید افغانستان کې جنګ بایللی وي


د پاکستان خارجه وزیر وايي که چا یو وار زموږ احترام وکړ، موږ یې پنځه وارې کوو
د پاکستان خارجه وزیر وايي که چا یو وار زموږ احترام وکړ، موږ یې پنځه وارې کوو

د پاکستان خارجه وزیر خواجه محمد اصف وايي پر پاکستان د ځینو امریکايي چارواکو انتقادونه په سیمه کې دسولې هڅې زیانمنوي.

وزیر خواجه اصف په واشنګټن کې د سولې په انستیتوب کې په یو بحث کې دا خبره وکړه. هغه په ویتنام کې د امریکا جنګ او ماتې ته په اشارې وویل "متحده ایالتونو شاید وار د مخه په افغانستان کې جنګ بایللی وي". خو ویې نه ویل چې څنګه؟

ښاغلي اصف همدغه راز د ځینو امریکايي چارواکو پر هغو څرګندونو هم کلک انتقادونه وکړل چې وايي پاکستان اخري چانس لري چې د ترهګرۍ سره مبارزې کې خپله تګلاره بدله کړي.

ښاغلي اصف وویل "موږ له امریکا سره خپله همکاري روانه ساتو، موږ مسول، هېواد او مسول ملت یو. که موږ ته څوک دا خبره کوي چې ، دا اخري چانس دی، دا نه منو. که دوی له موږ سره داسې خبرې کوي، د منلو نه دي، موږ سوله خوښي یو، خو خپل وقار او حیثیت هم لرو. که چا یو وار احترام وکړ موږ یې پنځه وارې درناوی کوو".

د پاکستان خارجه وزیر وویل دا ډول خبرې په سیمه او افغانستان کې د سولې هلې ځلې زیانمنوي.

ښاغلي اصف داسې مهال دا خبره کوي چې د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزیف ډنفورډ همدا څو ورځې مخکې وویل د پاکستان استخباراتي اداره له اورپکو سره لار لري او باید په دغه هېواد کې ډېر شیان بدل شي.

څو میاشتې مخکې ولسمشر ټرمپ د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریګا تګلاره اعلان کړه او پر پاکسان یې سخت انتقاد وکړ چې باید د اورپکو له پاللو او ساتلو لاس واخلي.

د تګلارې له اعلان وروسته داسې ښکاري چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ روابط ښه نه دي. په خپله خواجه هم دا تائیدوي چې "د امریکا سره په اړیکو کې مشکلات لرو، پر یو بل باندې د باور کمی لرو او دا باید ختم شي".

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG