د لاس رسي وړ اتصالات

نواز شریف او لور یې د فساد په تور محکوم شول


د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف
د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف

د پاکستان د فساد ضد محکمې د پنجشنبې په ورځ پخوانی صدراعظم نواز شریف او د هغه لور په لندن کې د جایداد لرلو په تور محکوم کړل چې کیدای شي په نتیجه کې یې ښاغلی شریف بندي هم شي.

د پاکستان سترې محکمې د جولاۍ په میاشت کې نواز شریف د عایداتو د نامعلومې سرچینې په وجه له کاره بې صلاحیته کړ، خو ښاغلي شریف بیا هم د پاکستان په واکمن مسلم لیگ (نواز) گوند کې خپل نفوذ وساته.

د رویترز اژانس د یو عیني شاهد له خولې ویلي چې د پاکستان د فساد ضد محکمې په غونډه کې د ښاغلي شریف لور مریم او د هغې میړه محمد صفدر هم د دې محکمې له لورې په فساد محکوم شول.

مریم او میړه یې صفدر په محکمه کې حاضر وو، خو ښاغلي شریف خپل یو استازی محکمې ته استولی و او دغو ټولو د بې گناهۍ ادعا وکړه. ښاغلی شریف په بریتانیا کې دی چیرته چې د هغه مېرمن د سرطان ناروغۍ په وجه تر علاج لاندې ده.

د نواز شریف د لور مریم شریف تر څنگ د هغې میړه محمد صفدر او د نواز شریف دوه زامن هم په فساد تورن دي
د نواز شریف د لور مریم شریف تر څنگ د هغې میړه محمد صفدر او د نواز شریف دوه زامن هم په فساد تورن دي

له کار څخه د ښاغلي شریف گوښه کیدل په ٢٠١٦ کې د پاناما اسنادو د افشا کیدو سره تړاو لري چې وایي د هغه لور او دوه زامن د بریتانیا په ویرجن ټاپوگانو کې نا راجستر شوې کمپنۍ لري چې د هغې نه یې په لندن کې د اپارتمانونو د اخستلو لپاره استفاده کړې ده.

د پاکستان سترې محکمې په پیل کې د نواز شریف له گوښه کولو ډډه وکړه، خو د هغه د کورنۍ د جایدادونو په اړه یې د پلټنو امر وکړ. د ثبوت د ترلاسه کولو وروسته سترې محکمې بیا ښاغلی شریف بې صلاحیته کړ او د فساد ضد محکمې ته یې امر وکړ چې په دې اړه پلټنې وکړي.

د پاکستان د سترې محکمې یو ځانگړي پلاوي ویلي دي چې د ښاغلي شریف د کورنۍ دارایي د هغه د عاید سره برابره نه ده.

XS
SM
MD
LG