د لاس رسي وړ اتصالات

ټیلرسن طالبانو ته: موږ افغانستان نه پرېږدو


ښاغلي ټیلرسن چهارشنبه ناوخته – اکتوبر۱۸- د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې خبرې کولې
ښاغلي ټیلرسن چهارشنبه ناوخته – اکتوبر۱۸- د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې خبرې کولې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریک ټیلرسن طالبانو ته د سولې د خبرو لپاره ښکاره پیغام ورکړ.

ښاغلي ټیلرسن په واشنګټن کې په یوې غونډې کې د امریکا په نوې تګلاره بحث وکړ. هغه وویل د امریکا نوې تګلارې په ښکاره ویلي چې باید د تررویستانو ټول امکانات داسې ختم شي چې په امریکا او نړۍ کې د بریدونو وړتیا ونلري.

نوموړي وسله والو طالبانو ته وویل تر هغه چې د سولې خبرو ته غاړه کېنږدي، امریکا هېڅ چېرته نه ځي.

ښاغلي ټیلرسن وویل "طالبانو او نورو عناصرو ته پیغام دا دی چې موږ هېڅ چېرته نه ځو او تر هغه به دلته یو چې تاسو خپل فکر بدل کړی نه وي او له افغان حکومت سره مو د بیا پخلاینې خبرې پیل کړې نه وي".

ښاغلي ټیلرسن چې چهارشنبه ناوخته – اکتوبر۱۸- د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې خبرې کولې وویل چې په افغانستان کې د ترهګرو د ختمولو تر ټولو ډېره ګټه افغانستان او پاکستان ته رسیږي.

هغه وویل چې په افغانستان کې ثبات به پاکستان ته د ترهګرو له لوري ورپېښ ګواښ هم ختم کړي چې ورسره به د اسلام اباد او ډیلي اړیکې هم بیا ورغیږي.

XS
SM
MD
LG