د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وايي د دغه هېواد په ختیځ کې د قتیف په شیعه مېشتې سیمې کې د ترهګرو پر یو پتنځای عملیات کړي او اته تنه یې وژلي دي.
د دغه وزارت یوه اعلامیه وايي چې د مشکوکو ترهګرو دغه پټنځای د تاروت په سیمه کې و، دا سیمه د فارس خلیج په ناارامه سیمه کې موقعیت لري. د سعودي عربستان د تېلو ډېرې زیرمې هم همدلته دي.
په اعلامیې کې ویل شوي دي چې وژل شوي کسان د (ترهګرو یوه شبکه) وه چې پرامنیتي هدفونو او نورو مهمو تاسیساتو یې د بریدونو پلانونه لرل. د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې ځواکونو یې له هغه وروسته ډزې وکړې چې مشکوکو ترهګرو پرې برید وکړ.
وزارت د دغې ډلې په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي خو ویلي دي چې په دې اړه پلټنې روانې دي. د سیمې خلکو په ټولنیزو رسنیو کې د دغې پېښې اړوندې ځینې ویدیوګانې خپرې کړې دي. په ویدیوګانو ښودل کیږي چې له سیمې څخه فضا ته لوګي پورته کیږي.
د سعودي عربستان ځواکونه وخت ناوخت په قتیف کې له شیعه وسله والو سره په جګړه اخته کیږي. دغلته په ۲۰۱۱م کې شیعه ګانو لویې مظاهرې وکړې. دوی د سعودي له حکومت څخه غوښتل چې باید ډېر او برابر حقونه ورکړل شي.
له دغې مظاهرې وروسته د سعودي حکومت د شیعه ګانو ځينې مشران ونیول او ځينې یې بندیان کړل. همدغه راز د شیعه ګانو یو مشهور عالم شیخ نمر النمر یې هم د هیواد ملي امنیت ته د ګواښ په تور اعدام وکړ.
د بخښنې نړیوال سازمان په سعودي کې د ترهګرۍ په تور د ځینو کسانو اعدامول غیر عادلانه بللي دي.