د لاس رسي وړ اتصالات

قطر د سعودي غوښتنه ونه منله، له ایران سره یې بیا روابط ټينګ کړل


د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ډیر ژر به تهران ته خپل سفیر واستوي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ډیر ژر به تهران ته خپل سفیر واستوي

قطر د عربي هیوادونو غوښتنو په نه پاملرنې د پنجشنبې په ورځ د ایران سره بشپړه دیپلوماتیکې اړیکې بیرته ټینگې کړې.

سعودي عربستان، مصر، متحده عزبي اماراتو او بحرین د قطر سره د روابطو له شلولو وروسته دوحه ته د خپلو غوښتنو یو لست وسپاره چې په هغه کې د ایران سره د اړیکو شلول شامل وو.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې لنډې خبر پاڼې په خپرولو سره پرته له دې چې د دوحه او څلورو عربي هیوادونو ترمنځ کړکیچ ته کومه اشاره وکړي ویلي دي چې د ایران سفیر به قطر ته برته راشي.

په قطر کې د ایران سفیر د ٢٠١٦ کال په لومړیو کې وروسته له هغې تهران ته وبلل شو چې سعودي عربستان یو شیعه مشهور عالم شیخ نمر باقر النمر اعدام کړ.

د شیح نمر اعدام ددې سبب شو چې د هغه شیعه پلویان په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت او په مشهد کې ددې هیواد په قوسنلګرۍ حملې وکړي. ورو ورو دغه کړکیچ ددې سبب شو چې تهران د قطر په گډون د عربي هیوادونو نه خپل سفیران بېرته وروغواړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د قطر حکومت هیله من دی چې د ایران د اسلامي جمهوریت سره په ټولو اړخونو کې دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کړي.

د ایران دولتي رسنیو هم پرته له جزیاتو د قطر سره د دیپلوماتیکو اړیکو بیرته ټینگول تائید کړي دي. خو تر اوسه سعودي عربستان، مصر، عربي متحده اماراتو او بحرین په دې هکله غبرگون نه دی ښودلی.

د دواړو هیوادونو د سفیرانو د بیرته غوښتلو سره سره ایران او قطر د ٢٠١٦ نه تر اوسه پورې خپلې سوداگریزې اړیکې ساتلې وې. ایران د دوحه او څلورو عربي هیوادونو ترمنځ د کړکیچ په ترڅ کې قطر ته غذایي مواد لیږلي دي.

XS
SM
MD
LG