د لاس رسي وړ اتصالات

عربستان له امریکا نه د یو میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې اخلي


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په سعودي عربستان د شاوخوا یو میلیارډ ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو خرڅول تصویب کړل.

پر سعودي عربستان د امریکایي وسلو خرڅلاو پداسې حال کې کیږي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان، د امریکا متحده ایالاتو ته سفر کړی او د جمهور رئیس دونالد ټرمپ په گډون یې د امریکایي چارواکو سره لیدلي دي.

پدغو وسلو کې د ټانک ضد توغندي شامل دي چې ارزښت یې ٦٧٠ ملیونه امریکایي ډالرو ته رسیږي. سربیره پردې ریاض د ٣٠٠ میلیون ډالرو په ارزښت د پوځي نقلیه وسایطو پرزې خپلو ځمکنیو ځواکونو لپاره اخیستې دي.

سعودي عربستان د امریکایي وسلو ستر پیرودونکی دی او واشنگټن ریاض په سوریه او عراق کې د القاعده او داعش په څیر د ترهگرو ډلو پر ضد مبارزه کې خپل نږدې متحد گڼي.

خو پر سعودي عربستان د امریکایي وسلو خرڅلاو انتقادونه هم پارولي دي. یو شمیر منتقدین وایي چې ریاض لا هم د یمن په کورنۍ جگړه کې ښکیل دی.

سعودي عربستان د ٢٠١٥ کال د مارچ د میاشتې راهیسې د حوثي شعیه یاغیانو پر ضد د یمن په جگړه کې د خلیج د حوزې د هیوادونو د ائتلاف مشري کوي. منتقدین وایي چې د سعودي عربستان په مشرۍ دائتلاف په هوایي بمباریو کې زرگونو ملکي وکړي په یمن ووژل شي.

سپینې ماڼۍ ته د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ له راتگ وروسته واشنگټن او ریاض هڅه کړې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ پوځي او اقتصادي مرستې پیاوړې کړي.

پدغه همکاریو کې پر سعودي عربستان باندې د امریکایي وسلو خرڅلاو شامل دي چې له مخې یې تر راتلونکو لسو کلونو پورې ریاض د ٣٥٠ میلیارډ ډالرو په ارزښت د واشنگټن نه وسلې اخلي.

XS
SM
MD
LG