د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ د شهزاده محمد بن سلمان کوربه دی


د ولسمشر ترمپ او د شهزاده محمد بن سلمان ترمنځ د بحث مهمه موضوع د ایران اتمي معامله ده
د ولسمشر ترمپ او د شهزاده محمد بن سلمان ترمنځ د بحث مهمه موضوع د ایران اتمي معامله ده

د سپینې ماڼۍ یوه جکپوړي چارواکي ویلي چې د ولسمشر ترمپ او د سعودي عربستان د شهزاده محمد بن سلمان ترمنځ لیدنه په سیمه کې د پرمختگ او د ایران د بې ثباته کوونکو فعالیتونو په اړه د خبرو ښه فرصت دی.

ایران

سعودي عربستان، د امریکا د ولسمشر او د شهزاده سلمان تر منځ له لیدنې یوه ورځ مخکې د دوشنبې ورځې (مارچ ١٩) وویل چې له ایران سره د نړۍ د پنځو ځواکمنو هیوادونو د اټمي تړون له نیمګړتیاو ډک دی.

د ایران د معاملې په اړه ولسمشر ترمپ او سعودي عربستان همنظره دي، او ولسمشر ترمپ څو څو ځلي له دې تړون څخه د امریکا د ایستلو ګواښ کړی دی.

ولسمشر ټرمپ په ډاګه د شیعه ایران په سیالۍ کې د سعودي عربستان پلوي کړې ده او داسې بریښي چې شهزاده سلمان د امریکا د ولسمشر د دې دریځ څخه د ګټې اخیستو لیواله دی.

هغه د سي-بي-اس له تلویزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې د ایران مشر له هټلر سره مقایسه کړ او و یې ویل چې که ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي، نو سعودي عربستان به ورپسې دا کار وکړي

سعودي عربستان هڅه کوي چې د ایران سره د پنځو ځواکمنو هیوادونو د معاملې د تمدید نه مخکې چې په مې میاشت کې موده پوره کیږي پر ټرمپ فشار واچوي چې د ایران سره اتومي موافقه تمدید نکړي.

اصلاحات

محمد بن سلمان په داسې حال کې امریکا ته سفر کوي چې هغه د یو نوي سعودي عربستان لیدلوری، یا پروگرام وړاندې کړی دی.

محمد بن سلمان په هیواد کې ښځو ته د موټر چلولو د اجازې او د فوټپال د لوبو د لیدلو په شمول یو لړ ټولنیزو اصلاحات رامنځته کړي دي.

شهزاده د محافظه کاره سنتي ټولنې د عصري کولو او په تیلو باندې د اقتصادي اتکا راکمولو ته مټې رانغښتې دي.

خو د بهرنیو پانګو راجلبول ورته اسان نه دي. د تیر نومبر په میاشت کې د سعودي عربستان حکومت له ٢٠٠ ډیر عرب شهزادګان او سوداګر ونیول او وویل چې دا د فساد پرخلاف هڅه ده، خو ډیرو خلکو دغه کار د سیالانو تصفیه وګڼله.

یمن

محمد بن سلمان د یمن د جګړې په سر هم له نیوکو سره مخ دی. په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ځواکونه د ایران له ملاتړ څخه برخمن حوثي یاغیانو سره په یوه خونړۍ جګړه کې نښتی دي چې له امله یې په هغه بې وزله هیواد کې یو ناورین رامنځته شوی.

د ولسمشر ترمپ او شهزاده ترمنځ له لیدنې یوه ورځ مخکې په متحده ایالاتو کې میشتو یو شمیر مدني فعالینو په یمن کې د سعودي او ایران په جگړه کې د وژل شویو ماشومانو په یاد پرون دوشنبې (مارچ ١٩) د امریکا د کانگرس مخ ته په سمبولیک ډول زرگونه گلان کیښودل.

امریکا د سعودي پر حکومت غږ کړی چې یمن ته د بشري مرستو د وړلو لارې خلاصې پریږدي.

XS
SM
MD
LG