د لاس رسي وړ اتصالات

شهزاده محمد بن سلمان د ټرمپ میلمه دی


شهزاده محمد بن سلمان تیر کال هم واشگټن ته سفر کړی وه او د ولسمشر ټرمپ سره یې یو په یو لیدلې وه.
شهزاده محمد بن سلمان تیر کال هم واشگټن ته سفر کړی وه او د ولسمشر ټرمپ سره یې یو په یو لیدلې وه.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په روانه اونۍ کې د امریکا څو ښارونو ته سفر کوي چې له ولسمشر ټرمپ او نورو چارواکو سره د ایران او د خپل نوې لیدلوري په اړه خبرې وکړي.

هغه په داسې حال کې امریکا ته ځي چې له ایران سره د سعودي عربستان سیالي زیاته شوې ده.

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په ډاګه له شیعه ایران سره په سیالۍ کې د سعودي عربستان پلوي کړې ده او داسې معلومیږي چې دغه ولیعهد د امریکا له دې دریځ څخه د ګټه اخیستلو لپاره لیواله دی.

ولیعهد سلمان د مارچ په اومه د سي-بي-اس له تلویزیوني شبکې له یوې خبریالې سره په مرکه کې د ایران مشر له هټلر سره مقایسه کړ. هغه زیاته کړه چې که ایران ټومي وسلې ترلاسه کړي، نو د هغه هیواد به دغه لاره تعقیب کړي.

هغه په دې ډول غواړي چې د هغې وروستۍ نیټې د مخه پر ټرمپ فشار واچوي چې د ایران د اټومي موافقې په اړه یې ټاکلې ده.

ولسمشر ټرمپ د مې دولسمه د ایران پرخلاف د بندیزونو د نرمولو وروستۍ نیټه ټاکلې ده. هغه همداراز د امریکا له متحدینو غوښتي دي چې تر دې ڼیتې دې د ایران په آټومي موافقه کې بدلون راولي چې دده په وینا ځینې نیمګړتیاوې لري.

د "عرب نیوز" په نامه د سعودي عربستان د انګلیسي ژبې د ورځپانې کالم لیکونکی فهد ناظر وايي سعودیان د ایران د آټومي موافقې په اړه ځینې ملحوضات لري، خو هغوی یې په دې شرط ملاتړ کړی چې آټومي وسلې جوړې نه کړي، خو ددغه تر پوښتنې لاندې دی.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په داسې حال کې امریکا ته سفرکوي چې د ټرمپ له ادارې سره د یو نوي سعودي عربستان په اړه خپل لیدلورې شریک کړي.

محمد بن سلمان سعودي ښځو ته د موټر چلولو د اجازې او د فوټپال د لوبو د لیدلو په شمول یو لړ ټولنیز اصلاحات رامنځته کړي دي.

دا د هغه د هغه پلان یو برخه ده چې دغه خورا سخت سنتي هیواد عصري کړي او په اقتصاد کې یې نوښت او پایښت راولي.

خو د بهرنیو پانګو د جلبولو لپاره د هغه پلان له ستونزو سره مخامخ کیدلای شي.

د تیر نومبر په میاشت کې هغه له دوو سوو څخه زیاتو سعودي چارواکي او سوداګر ونیول. هغه وویل چې دا د فساد پرخلاف هڅه ده، خو ډیرو دیته د هغه د سیالانو د تصفیې به توګه وکتل.

د لندن د کنګز کالج څخه انډریاس کریګ وايي "هغوی غواړي چې پانګه وال سعودي ته راشي، خو کله چې څوک پوهیږي چې پانګې یې ښايي خوندي نه وي او دولت کولای شي چې ناڅاپه یې مالي دارايي ضبط کړي، نو هغوی ولې سعودي ته ولاړ شي."

محمد بن سلمان د یمن د جګړې په سر هم له نیوکو سره مخ دی.

هلته د سعودي عربستان په مشرۍ ځواکونه د ایران له ملاتړ څخه برخمن حوثي یاغیانو سره په یوه خونړۍ جګړه کې ښکیل دی چې له امله یې د نړې په یو بې وزلې هیواد کې یو ناورین رامنځته شوی دی.

XS
SM
MD
LG