د لاس رسي وړ اتصالات

قطر غواړي د امریکا پوځ ته پراخ امکانات برابر کړي


د قطر په العدید اډې کې امریکایي الوتکې
د قطر په العدید اډې کې امریکایي الوتکې

د قطر د دفاع وزیر د امریکا سره د اړیکو د پراخولو لپاره په داسې حال کې واشنگټن ډي سي ته راغلی چې دغه هیواد د سعودي په مشرۍ ایتلاف له لورې د اقتصادي محاصرې سره مخامخ دی.

د امریکا سره د اړیکو د پراخولو په مقصد قطر غواړي د متحده ایالاتو سمندري قواو ته اجازه ورکړي چې جنګي بیړۍ یې هلته لنګر واچوي او امریکایي کورنۍ وکړای شي د دوحه نه بهر په ستره امریکایي اډه کې واوسیږي.

قطر چې یو اسلامي او عرب هیواد له ایران سره هم نژدې اړیکې لري او په خپل هیواد کې امریکیانو ته نه یواځې پراخه پوځي اډه او ستر سمندري بندرونه ورکوي، بلکه غواړي چې هغوی ته د ساعتیرۍ او سرگرمۍ مرکزونه هم جوړ کړي.

افغان طالبان په همدغه هېواد کې سیاسي نمایندګي لري او د دغه هېواد له چارواکو سره ښه اړیکې، خو په افغانستان کې په امریکایي پوځیانو او تاسیساتو باندې بریدونه کوي.

اته میاشتې مخکې د خلیج د همکارۍ د شورا غړو سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او بحرین د قطر سره دیپلوماتیکې اړیکې وشلولي او هغه هیواد یې د تروریزم په ملاتړ تورن کړ. د امریکا متحده ایالات د پوځي اډو او دیپلوماتیکو فعالیتونو لپاره په دغو څلور واړو هیوادونو باندې تکیه لري.

قطر په پام کې لري چې د امریکایي کورنیو لپاره ٢٠٠ کورونه جوړ کړي، د اوسیدنې د ځایونو ظرفیت لوړ کړي او د العدید په هوایي اډه کې د سرګرمیو ځایونه اباد کاندي. په دغه هوایي اډه کې د امریکا د متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو مرکزي قواندانۍ او د هغې عملیاتي مرکز موقعیت لري چې په افغانستان او منځني ختیځ کې د امریکا پوځي عملیات څاري.

د قطر په العدید اډه کې د امریکا یوه بي ٥٢ ډوله پوځي الوتکه
د قطر په العدید اډه کې د امریکا یوه بي ٥٢ ډوله پوځي الوتکه

د قطر د دفاع وزیر خالد بن محمد العطية وایي "مونږ ضرورتونه او دا چې څنګه وکړای شو چې خپل میلمانه راحت کړو، مطالعه کوو".

د امریکا د هوایي پوځ ویاند وایي سمدستي په دغه پوځي اډه کې ٩٠٠٠ امریکایي او د هغه د متحدینو پوځي منسوبین اوسیږي او شاوخوا ١٠٠ پوځي الوتکې په کې شته دي. امریکا په ٢٠٠٣ کال کې د سعودي عربستان نه د قطر العدید اډې ته د خپلو هوایي عملیاتو مرکز انتقال کړ.

د قطر له لورې د امریکا د پوځي اډې د پراخولو پلان داسې محال مخې ته راځي چې د امریکا پوځ ځواکمنو هیوادونو روسیې او چین سره د مقابلې لپاره ستراتیژیک بدلون ته مخه کړې او د تروریزم ضد عملیاتو ته چې د منځني ختیځ او په تیره بیا د العدید اډې نه ترسره کیدل لږه پاملرنه کوي.

خو د قطر د دفاع وزیر خالد بن محمد العطية وایي په دې اړه هیڅ اندیښنه نه لري چې د امریکا د پوځ نوې پاملرنه به د قطر اډې ته د هغوی اړتیا راکمه کړي.

ښاغلی محمد العطية وایي قطر همداشان د بېړیو لپاره یو لوی بندر جوړوي چې امریکا جنگي بېړیو ته به ددې امکان ورکړي چې په موقتي توگه او یا هم د تل لپاره هلته لنگ واچوي "خپل سمندري بندرونه رغوو چې که اړتیا وي امریکایي سمندري ځواکونه هم هلته دیره کیدای شي".

د امریکا سمندري ځواکونه همداشان په بحرین کې مرکز لري او د عربي متحده اماراتو له بندرونو نه هم گټه اخلي، دغو دواړو هیوادونو د قطر سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې شلولي دي.

XS
SM
MD
LG