د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ډېر ستر دی، له چا نه ډاریږي- روحاني


ښاغلي روحاني په ایران کې د ځینو سوني دیني عالمانو سره لیدلي دي
ښاغلي روحاني په ایران کې د ځینو سوني دیني عالمانو سره لیدلي دي

د امریکا د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د روان کړکیچ په لړ کې د ایران ولسمشر ویلي دي چې هېواد یې له چا څخه نه ډاریږي.

حسن روحاني د سه شنبې په شپه (مۍ۱۴) د خپل هېواد له ځینو دیني عالمانو سره په یوې غونډې کې ویلي دي "ایران ډېر ستر (هیواد) دی او له چا څخه نه ډاریږي".

د ایران حکومتي ویبسایټ (دولت.ای آر) لیکلي دي چې ښاغلي روحاني د سوني عالمانو سره په غونډه کې ویلي دي "که د خدای خوښه وه موږ به په ویاړ سره دا سخت حالت هم تېر کړو او دښمنانو ته به ماتې ورکړو".

په ایران کې اکثریت شیعه ګان دي او پر حکومت یې دا تور هم دی چې سونيانو ته څنګه چې مناسب دی، خپل حقوق او ازادي نه ورکوي.

ولسمشر روحاني له هغه وروسته دا خبرې کوي چې د متحده عربو اماراتو په ساحل کې د راپورونو له مخې د سعودي عربستان په څلورو بېړیو، چې دوه یې د تیلو ټانګرې وې، بریدونه شوي. دا په سیمه کې د تاوتریخوالي د پارېدو تازه نښه بلل کیږي.

اسوشیتډپرس وايي ایران او د امریکا متحده ایالتونه له یو بل سره په لفظي شخړې اخته دي، ایران اعلان کړی دی چې د نړۍ د زبرځواک هېوادونو سره شوي اتومي تړون ته ژمن نه پاتې کیږي.

ولسمشر ټرمپ تېرکال له دغه تړون څخه ووت او وویل چې تړون کې خلاوې شته او د ایران په ګټه دی. په همدې لړ کې تېره میاشت امریکا د ایران انقلابي ګارد "د بهرنیو ترهګرو سازمانونو" په لست کې شامل کړ.

امریکا څو ورځې مخکې د ایران د ممکنه ګواښونو د مخنیوي په موخه د فارس خلیح ته بي-٥٢الوتکې، بریدګره بېړۍ او نور پوځي تجهیزات واستول چې ورسره په سیمه کې د پوځي جنګ ویره پیدا شوې ده.

XS
SM
MD
LG