د لاس رسي وړ اتصالات

امونهنګان له میس عینک نه په ماتې خوړلو له شپږیزې ووتل


د مس عینک لوبغاړو لومړۍ توپ وهنه وکړه.
د مس عینک لوبغاړو لومړۍ توپ وهنه وکړه.

د شپږیزې کرکټ لیګ د شپږم پړاو په څوارلسمې لوبې کې نن د امو نهنګانو او د میس عینک اتلانو لوبډلو سره سیالي وکړه، چې میس عینک په درې منډو امو نهنګان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا بریا د میس عینک لوبډلې څلورمه بریا وه او د شپږیزې په جدول کې لومړي مقام ته راغله، خو د امو نهنګانو لوبډله بیا په دې ماتې سره د شپږیزې شپږم پړاو نه وایستل شوه.

د لوبې غوره لوبغاړی نور علي ځدراڼ وټاکل شو ځکه خپلې لوبډلې ته یې ۷۳ منډې وکړې.
د لوبې غوره لوبغاړی نور علي ځدراڼ وټاکل شو ځکه خپلې لوبډلې ته یې ۷۳ منډې وکړې.

د مس عینک لوبغاړو لومړی توپ وهنه وکړه. په ټاکل شويو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې جوړې کړې.

نور علي ځډراڼ ٧٣ او محمد نبي ۴۸ منډې وکړې.

د سیالې لوبډلې له خوا شاپور ځدراڼ ښه توپ اچونه وکړه او ۴ ویکټې یې واخیستې.

د امو نهنګانو لوبغاړو بیا په دویمه پاڼۍ کې د ورکړل شوي هدف پوره کولو لپاره هڅې وکړې خو په ټولو اورونو کې یې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۵۹ منډې پوره کړې او لوبه یې وبایلله.

د لوبې غوره لوبغاړی نور علي ځدراڼ وټاکل شو ځکه خپلې لوبډلې ته یې ۷۳ منډې وکړې.

XS
SM
MD
LG