د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان لنډمهاله حکومت غواړي – سرچینې


د طالبانو یو چارواکي ویلي چې دغه ډله د عبدلستار سیرت په مشرۍ د یو لنډه مهاله حکومت جوړېدل غواړي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د باندنیو چارو وزارت سلاکار زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ بیا د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره خبرې وکړې.

نه ښاغلي خلیلزاد او نه هم د طالبانو استازو د دغو خبرو جزئیات په ډاګه کړي، خو د طالبانو یوه چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط د اسوشېټېډ پرس اژانس ته ویلي چې له ښاغلي خلیلزاد سره په خبرو کې ملا خیرالله خیرخواه او ملافاضل هم شتون درلود.

خیرالله خیرخواه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هرات والي‌ و او ملا فاضل مشر پوځي قومندان و.

دوی څو کاله وړاندې د یوه امریکایي پوځي په بدل کې د ګوانټانامو له زندان نه آزاد شول او قطر کې مېشت شول.

اسوشېټېډ پرس دغه راز په خبرو کې د یوه بل ښکېل استازي له خولې لیکلي چې طالبانو د خلیلزاد لخوا د اوربند وړاندیز رد کړ.

همدغې سرچینې ویلي چې طالبانو دغه راز غوښتلي چې د ولسمشرۍ راروانې ټاکنې باید ترسره نشي او په افغانستان کې دې د عبدالستار سیرت په مشرۍ یو لنډمهالی حکومت جوړ شي.

۸۱ کلن عبدالستار سیرت پخواني‌ پاچا محمد ظاهر شاه ته نږدې کس و او څرګنده نه ده چې ولې طالبان چې مولوي هبت الله ته «امیرالمومنین» وايي د هغه په مشرۍ د لنډمهالي‌ حکومت جوړېدل غواړي.‌

افغان طالبان
افغان طالبان

طالبانو پخوا په رسمي توګه د جګړې دختمولو لپاره له افغانستان نه د باندنیو ځواکونو وتل خپل اساسي شرط ایښی و.

XS
SM
MD
LG