د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د روغتیا د سازمان او سره صلیب په فعالیتونو بندیز لګولی


طالبان وایي دغو ادارو ځینې مشکوک فعالیتونه کول، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي
طالبان وایي دغو ادارو ځینې مشکوک فعالیتونه کول، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي

وسله وال طالبان وايي دوی په افغانستان کې تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د روغتیا د نړیوال سازمان او سره صلیب فعالیتونه بند کړي دي.

طالبان وایي دا کار یې د واکسین د کمپاین پر مهال د ځینو "مشکوکو" فعالیتونو له کبله بند کړی دی چې د دوی تر دویم اعلان پورې به بند پاتې وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې په افغانستان کې روانې جګړې حالت سخت پیچلی کړی دی او دغو سازمانونو د "د طالبانو د لارښوونې" په اساس فعالیت نه کاوه.

په همدې حال کې د سره صلیب نړیوالې ټولنې ویلي دي چې په افغانستان کې یې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

د سره صلیب نړیوالې ټولنې ویاند رابن ودو د فرانسې خبري اژانس ته ویلی دي چې دوی په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي. دی وایي چې د طالبانو په پرېکړې خبر شوي دي او دوی له همدې کبله خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

د رویټرز خبري اژانس د طالبانو د ویاند له خولې لیکلي دي چې د روغتیا نړیوال سازمان او سره صلیب له طالبانو سره د شوي تړون په اساس فعالیتونه نه کول او په ادعا یې د واکسین د کمپاین پر مهال یې ځینې "مشکوک" کارونه کړي دي.

خو په دې اړه نور جزیات ورکړل شوي نه دي. طالبانو ویلي دي چې نورې خیریه ټولنې د وسله والو طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې خپل فعالیتونه روان ساتلی شي.

تر دې دمه د روغتیا نړیوال سازمان د طالبانو د دغه اقدام په اړه څه نه دي ویلي.

همدا څو ورځې مخکې د مایکروسافټ شرکت مشر بیل ګېټس چې په نړۍ کې د ګوزڼ ضد کمپاین کوي ویلي وو چې وسله وال طالبان په افغانستان کې د پولیو د واکسین د کمپاین مخه نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د واکسین کمپاین پیل کړی دی. افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د ګوزڼ تازه پېښې په کې ثبتې شوي او دغه ویروس سخت ځپلی دی.

XS
SM
MD
LG