د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د پولیو ضد د کمپاین خنډ دي- بل ګېټس


په افغانستان کې د ۲۰۱۹م د پيل راهېسې تر دې دمه د پولیو دوې نوې پېښې ثبتې شوي دي
په افغانستان کې د ۲۰۱۹م د پيل راهېسې تر دې دمه د پولیو دوې نوې پېښې ثبتې شوي دي

په نړۍ کې د پولیو ضد د واکسین د کمپاین لوی ملاتړی بیل ګيټس وايي چې په افغانستان کې جګړو او سیاسي مبارزو د ګوزڼ ضد کمپاین مخه نیولې ده.

د مکروسافت شرکت پخواني مشر ښاغلي ګیټس وویل چې په افغانستان کې د طالبانو سیمه ایز مشران د پولیو ضد کمپاین مخه نیسي او نه پرېږدي چې دا وبا ختمه شي. هغه وايي طالبان د ګوزڼ ضد هېڅ پلان نلري او چې "خوښه یې وي اجازه ورکوي او چې خوښه یې نه وي" نه یې ورکوي.

ښاغلي گیټس وویل "دا هغه څه دي چې موږ پرې کنترول نلرو او نه یې په اړه وړاندوینه کولی شو. کله ناکله هغوی دغه کمپاین ته اجازه نه ورکوي. خو که اجازه ورکوي بیا کور په کور دا واکسین انتقالیږي."

نوموړي په مشخص ډول ونه ویل چې طالبانو د افغانستان په کومو سیمو کې د ګوزڼ واکسین بند کړی دی. مګر افغان چارواکي وایي چې په ختیځ، جنوب او ځینو نورو جنګ ځپلو برخو کې وسله والو د واکسین ډلو ته اجازه نه ده ورکړې، ګوزڼ تر ټولو ډېر د کندهار ولایت ځپلی دی.

نوموړي وویل "په افغانستان او پاکستان کې باید د ګوزڼ پېښې صفر ته راښکته شي او د حکومتونو مرستي (مالي ملاتړ) هم حیاتي دي."

نوموړي له رویټرز اژانس سره په مرکې کې دا خبرې کړي دي.

ښاغلی ګیټس داسې مهال په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ضد واکسین د بهیر په اړه اندېښنه ښودلې ده چې د ۲۰۱۹م د پیل راهېسې په افغانستان کې د ګوزڼ دوې تازه پېښې ثبتې شوي دي او دواړه یې په کندهار کې دي.

افغانستان، پاکستان او نایجریا په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي چې لا هم د ګوزڼ وایروس په کې شته. په افغانستان کې په ۲۰۱۸م کې د پولیو ۲۱ پیښې ثبتې شوې وې، چې ۱۵ یې د کندهار، هلمند او ارزګان په ولایتونو کې وي.په پاکستان کې بیا د ګوزڼ ۱۲ پیښې ثبتې شوې وې.

ښاغلي ګیټس وویل په هند کې چې څه باندې یو میلیارد نفوس لري، د ګوزڼ کنټرولول د دې ښکارندوی دی چې په نړۍ کې دا ویروس ختمېدی شي.

XS
SM
MD
LG