د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د ګوزڼ دوهمه مثبته پېښه ثبت شوې


د کندهار روغتیايي مسئولین وايي، چې د دغه ولایت په غورک ولسوالۍ کې د پوليو نوې پېښه رامنځته شوې ده.

د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت رئیس ډاکټر عبدالشکور نصرت امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې ګوزڼ وهلی ماشوم پنځه کلن هلک دی او په خپل ټول عمر کې یوازي دوه ځله واکسین تر لاسه کړی وو.

ده وويل:"ګوزڼ وهلی ماشوم د ۶۰ میاشتو یا د څه باندي پنځو کالو هلک دی، کورنۍ يې یوازي ۲ ځله په ټول عمر کې واکسین ور کړی او دوامداره واکسین يې په کمپاينونو کې نه دی ترلاسه کړی."

کندهار په روان مېلادي کې لومړنی ولایت دی چې تر دامهاله پکښې د پولیو دوهمه مثبته پېښه ثبتېږي.

تر دې درې اونۍ مخکې هم د پوليو بله پېښه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې چې یوه دوه کلنه ماشومه انجلۍ پکښې ګوزڼ وهلې وه.

د غورک په ولسوالۍ کې تر دېرش زره زیات ماشومان د یوه کال څخه د زیاتي مودې لپاره له واکسین څخه محروم پاته وو.

ګوزڼ وهلي ماشوم په ورستي ځل ۱۸ میاشتي وړاندې د سفر پرمهال واکسین شوی او د یوه غرني کلي اوسیدونکی دی چې له روغتیايي مرکز څخه پنځه کیلو متره لرې پروت دی.

غورک د اروزګان ولایت له دهراود او د هلمند ولایت له سنګین ولسوالیو سره په سرحد کې د کندهار غرنۍ ولسوالي ده.

تېر کال په افغانستان کې د پولیو ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوي وې چې نیمايي یوازې په جنوبي ولایتونو کندهار، هلمند او ارزګان کې وې.

روغتیايي مسئولین وايي چې په سیمه کې د پولیو ویروس شتون لري او هغه سیمي چې په پرلپسې ډول د واکسین له پوښښ څخه پاته شوي، ماشومانو ته يې د پوليو جدي ګواښ متوجه دي.

د کندهار د عامي روغتیا ریاست وايي چې د غورک ولسوالۍ لپاره به د دې نوي پېښي په غبرګون کې د واکسین یو خاص کمپاین په نږدې راتلونکو څو ورځو کې عملي کړي.

د عامي روغتیا وزارت هم د پوليو پر نوې پېښه اندېښنه ښودلې او وايې چې په جنوب کې د پوليو ناروغي د زرګونه ماشومانو روغتیا ګواښي.

افغانستان، پاکستان او نایجریا د نړۍ پر مخ هغه درې هیوادونه دي چې لاهم پکښې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس د ماشومانو روغتیا ګواښي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG