د لاس رسي وړ اتصالات

۱۱ طالب بندیان له دریو "هندي اتباعو سره تبادله" شول


نوي ډیلي لا د خپلو اتباعو د خوشې کېد په اړه څه نه دي ویلي
نوي ډیلي لا د خپلو اتباعو د خوشې کېد په اړه څه نه دي ویلي

طالبان وایي افغان حکومت ۱۱ لوړ پوړي طالب بندیان خوشي کړي.

وسله وال طالبان وايي افغان حکومت د بګرام له زندان څخه ۱۱ لوړي پوړي طالب بندیان خوشي کړي دي.

په خوشې شویو بندیانو کې د کونړ او نیمروز ولایتونو لپاره د طالبانو نومول شوي والیان، شیخ عبدالرحیم او مولوي رشید، هم شامل دي.

ویل کیږي چې دا طالبان د دریو هندي اتباعو سره تبادله شوي دي. سره له دې چي نوي ډیلي لا تر اوسه د دغو هندي اتباعو د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو طالبان ادعا کوي چې دا کار شوی دی.

ویل کیږي چې دا تبادله د بغلان په ولایت کې شوې ده.

اسوشیتدپرس وایي چې په دې اړه یې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له چارواکو سره تماسونه ونیول، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه. دا طالبان د بګرام له زندان څخه خوشې شوي، افغان حکومت څو کاله مخکې له امریکایي ځواکونو څخه د دغه زندان مسولیت واخیست.

لا معلومه نه ده چې دا طالب بندیان اوس چېرې دي او هندي خوشي شوي اتباع د رپوټونو له مخې د بریښنا انجینران وو، خو معلومه نده چې چاته سپارل شوي دي. دا کار داسې مهال کیږي چې څو ورځې مخکې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د طالبانو له استازو سره ولیدل.

خو طالبان وایي چې د بندیانو د تبادلې دا معامله د اسلام اباد له ملاقات سره کوم تړاو نلري.

طالبانو څه موده مخکې په افغانستان کې ځینې هندي انجینران تښتولي وو.

XS
SM
MD
LG