د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: امریکا سره مذاکرات ختم شو، پرمختګ په کې شوی


لا معلومه نه ده چې د امریکایي استازو او طالبانو بله غونډه کله او چېرته ده
لا معلومه نه ده چې د امریکایي استازو او طالبانو بله غونډه کله او چېرته ده

وسله وال طالبان وايي په قطر کې له امریکایي استازو سره یې شپږم پړاو مذاکرات ختم شول او یو لړ پرمختګونه شوي دي.

د طالبانو اعلامیه وایي چې په دغو مذاکراتو کې د تېر ځل مذاکراتو په ترتیب شوي مسودې بحثونه وشول. اعلامیه کې لیکل شوي "په ځينو برخو کې پرمختګ وشو او ځينې برخې يې لا پاتې دي."

په همدې حال په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین هم په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې دا مذاکرات مثبت او رغوونکي وو. هغه لیکلي دي چې "دواړو خواو د یو بل نظریات په ښه حوصله سره واوریدل."

دا غونډه د اپریل په ۳۰ مه پیل شوې وه او د مې په نهمه ختمه شوه. لا تر دې دمه په دې اړه امریکايي چارواکو څه نه دي ویلي.

د طالبانو اعلامیې کې هم دا نه دي ویل شوي چې مشخصآ په کومو مسایلو کې پرمختګ شوی دی.

تر دې مخکې د افغانستان د سولې په برخه کې د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په تېرو غونډو کې په خبرو کې د پرمختګ یادونه کړې وه.

لا معلومه نه ده چې د امریکایي استازو او طالبانو بله غونډه کله او چېرته ده.

طالبان داسې مهال امریکایانو سره په خبرو کې د پرمختګ خبره کوي چې تېره ورځ (چهارشنبه-مۍ۸) یې په کابل پر هغې ادارې برید وکړ چې امریکا یې تمویلوي.

پر کونټر پارټ باندې د طالبانو په برید کې شاوخوا نهه تنه ووژل شول او او لسګونه کسان ژوبل شول. امریکا او افغان حکومت دا برید غندلی دی.

XS
SM
MD
LG