د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د "سرې ډلې" قومندان وژل شوی- ملي امنیت


Taliban fighters
Taliban fighters

افغان چارواکي وايي د طالبانو د "ځانګړو ځواکونو" قومندان په هلمند ولایت کې وژل شوی دی. دا ډله په "سرې ډلې" هم پېژندل کیږي.

د افغانستان ملي امنیت ریاست وایي ملا شاه ولي له یو بل ځانمرګي بریدګر سره یو ځای تېره اونۍ د هلمند د موسی کلا په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو.

رویټرز وايي ملي امنیت د ملا شاه ولي د وژل کېدو خبر تازه خپور کړی دی. ملا شاه ولي چې په ملا نصیر هم مشهور و، د طالبانو د "سرې ډلې" قومندان او درې کاله مخکې د هلمند لپاره د طالبانو د والي مرستیال هم و.

افغان چارواکي وایي د طالبانو "سره ډله" پرمختللي پوځي امکانات لکه شب-بینې عینکې، امریکايي ام-۴ ټوپکونه، روسي کلاشینکوفونه، ایراني، پاکستاني بمونه او راکټونه او زغره وال موټران لري او په پیچلیو بریدونو کې یې کاروي.

دغه طالب جنګیالي اوږده کمیسونه اغوندي او لونګۍ یې پر سر وي او کله ناکله په بریدونو کې پیک اپ ټرکونه او مرمۍ ضد موټر هم کاروي.

همدا څوورځې مخکې افغان چارواکو وویل چې د طالبانو "سرې ډلې" په دوو شپو کې په کندهار او فراه ولایتونو کې تر ۲۲ ډېر افغان پولیس ووژل. طالبانو تراوسه د ملا شاه ولي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG