د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د نجونو د تعلیم په اړه د دیني عالمانو یوه مشورتي غونډه جوړیږي 


د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وايي چې افغانستان کې د نجونو د تعلیم په اړه د دیني عالمانو یوه مشورتي غونډه جوړیږي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د کوچني اختر وروسته د دیني عالمانو د مشورتې غونډې د جوړیدو په اړه خپاره شوي رپوټونه تائید کړي دي.

د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس او ویاند عزیز احمد ریان د جمعې په ورځ مې شپږمه (غوایي ۱۶) امریکا غږ سره مرکه کې هیله وښوده چې د دیني عالمانو غونډه به افغانستان کې د نجونو د بندو ښوونځیو د پرانیستلو سبب شي.

ښاغلي ریان وویل: "د پوهنې وزارت هم دا تائیدوي چې د اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې د نجونو د مکاتبو د پرانیستلو لپاره علماو ته وظیفه سپارل شوې ده تر څو په دې موضوع بحث وکړي او بالاخره یوې نتیجې ته سره ورسیږي... امیدواري موجوده ده چې انشاالله دغه جلسات او ناستې به یوه مثبته پایله له ځان سره ولري".

د طالبانو د حکومت یو لوړ پوړې سلاکار انس حقاني د تیرې چهارشنبې په ورځ خوست ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د دینې عالمانو د یوې غونډې خبر ورکړی وو.

ښاغلي حقاني د دې غونډې د جوړیدو دقیقه نیټه نه وه ښودلې خو ویلي وو، چې د علماو دا غونډه به د کوچني اختر وروسته جوړه شي.

ښاغلي حقاني وویل چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستل د افغانانو غوښتنه ده او دیني عالمان به دا وڅیړي چې په شریعت کې د نجونو د تعلیم ممانعت شته او که. ښاغلي حقاني وویل: "نو څوک باید دا فکر ونکړي چې یو مشروع کار د اسلامي نظام له طرفه بندیږي".

د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په پنځلسمه افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.

د نوي ۱۴۰۱ لمریز کال د حمل په درییمه د نوي تعلیمي کال په ورځ د تمې پرخلاف طالبانو د پوهنې وزارت د نامعلومې مودې لپاره د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځیو د بند پاتې کیدو اعلان وکړ، چې د طالبانو د حکومت دا پریکړه دننه او په بهر کې په نړیواله کچه د غبرګونو سره مخ شوې ده.

نړیوالې ټولنې افغانستان سره د خپلو مرستو دوام په دغه هیواد کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو او د ښځو د حقونو د خوندیتوب پورې تړلی دی.

دننه افغانستان کې هم د یو شمیر سیاسي او دیني مشرانو سربیره د مدني ټولنې ښځینه فعالانو هم دا غوښتنه د لاریونونو او غونډو په ترڅ کې مطرح کړې ده.

یو شمیر نجونو امریکا غږ ته وویل، چې ددیني عالمانوڅخه غواړي چې د دوی د تعلیم حق چې د دوی پر وینا له نږدې نهو میاشتو راهیسې ورڅخه اخیستل شوی، پرته له نور ځنډ دوی ته ورکړي.

دوی هیله وښوده چې د دې غونډې وروسته به د نجونو د تعلیم پر وړاندې پراته ټول خنډونه لرې شي.

XS
SM
MD
LG