د لاس رسي وړ اتصالات

دیني عالمان طالبانو ته: د نجونو ښوونځي پرانېزئ


په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د نجونو تر شپږم پورته ټولګي تر امر ثاني بند کړي، د افغانستان د دینې علماو علمي مجمع د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د ټولو خنډونو په لیري کولو سره د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانیزي.

د افغانستان د دینې علماو علمي مجمع په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښځې د نارينوو تر څنګ د شرعي او عصري علومو زده کړو حق لري ترڅو د عالمې په توګه د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي.

یادو دیني علماو ویلي: "شرعي نصوصو ته په کتنه او زمونږ د شرعي ستر تراث له مطالعې څخه دا په ډاګه کيږي چې مؤمنه ښځه د نارينه تر څنګ پوره حق لري چې شرعي او عصري علوم زده کړي، او د عالمې او متعلمې په توګه له يوه پلوه د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي او له بله پلوه د علم له ستر فضيلت څخه برخمنې شي. له دې کبله له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه دا ده چې نجونو ته د زده کړې دروازې پرانېزي، او په دې اړه ټول خنډونه پورته کړي."

په اعلامیه کې ددې ترڅنګ ویل شوي چې د طالبانو حکومت باید د زده کړو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي تر څو نجونې په پوره ډاډ او د «شرعي التزام» په پام کې نيولو سره زده کړې وي.

دوی همدارنګه ویلي چې د نجونو لپاره باید د زده کړو ځانګړی نصاب او ځانګړی چاپېریال رامنځته شي.

په داسې حال کې چې د تېرو اوو میاشتو راپدېخوا د طالبانو لخوا د نجونو تر شپږم پورته ټولګي تر امر ثاني پوري بند شوي، خو د یادو ټولګیو د پرانیستلو په اړه غوښتنې زیاتې شوي دي.

د تیرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان یو شمېر دیني علماو او مېرمنو هم په کابل کې د ملي ډایلوګ پرمهال د ټولو نجونو لپاره د ښوونځيو پر پرانیستلو ټینګار وکړ.

دغو دیني علماوو د ملي ډایلوګ پرمهال وویل چې د نجونو تعلیم یو ضرورت دی او اسلام جواز ورکړی دی.

د دې ملي ډایلوګ یو ګډونوال مولوي شمس الرحمن فروتن وویل چې طالبان باید د تل لپاره د نجونو لپاره د ښوونځيو په بندېدو سره د اسلامي حکومت تجربه ناکامه نکړي.

د یاد ډیلوګ یوې ګډونوالې سومایا شفیق وویل چې په اسلام کې هیڅ وخت د ښځو د تعلیم مخه نه ده نیول شوې او په خبره د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازو بندول د ټولنې لپاره ناوړه پایلې لري.

میرمن شفیق د طالبانو حکومت لخواو د نجونو ښځو لپاره د ښه چاپېریال نشتوالی او په دې برخه کې د طرحې جوړولو منطقي دلیل ونه باله.

د طالبانو د پوهنې وزارت په ښکاره د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو درسونو ځنډولو لپاره دوه دلیلونه وړاندې کړي دي.لومړی د شریعت مطابق د شرایطو برابرېدل او دوهم د افغاني دود او کلتور مطابق فضا رامنځته کېدل، خو د دغه معیارونو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

خو د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت دا پرېکړه په کور دننه او بهر له سختو انتقادونو سره مخامخ او غندل شوې ده. یو شمېر حقوقي بنسټونو او لوېدیځو هیوادونو یاد پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي چې له زده کړو څخه دنجونو محرومول به د دغه هیواد لپاره په سیاسي او ټولنیزو برخو کې منفي پایلې ولري.

XS
SM
MD
LG