د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو پوهنتونونو کې نجونو او هلکانو ته د درس جلا ورځې وټاکلې 


په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د نوي سمستر له پیل سره سم به د کابل او پولیتخنیک پوهنتونونو کې په اونۍ کې د شپږ ورځو پر ځای نجونې او هلکان په درې جلا جلا ورځو کې درسونه ووايي، خو د پوهنتون یو شمیر پخواني استادان دا طرحه عملي نه ګڼي.

د کابل پوهنتون د علمي شورا د وړاندیز په اساس د لوړو زده‌ کړو وزارت د رهبرۍ شورا پرېکړه کړې، چې له دې وروسته به د کابل او کابل پولیتخنیک پوهنتونونو درسي بهیر په اونۍ کې د شپږ ورځو پر ځای درې ورځو ته راکم شي، خو درسي ساعتونه به یې دوه چنده شي.

د دې پریکړې له مخې به شنبه، دوشنبه او چهارشنبه نجونې او یکشنبه، سه شنبه او پنجشنبه هلکان د کابل او کابل پولیتخنیک په پوهنتونونو کې درسونه لولي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند مولوي احمد تقي وايي، چې دا پریکړه د محصلینو د عملي کارونو لپاره د وخت د موندلو په خاطر شوې ده.

مولوي تقي وویل: "... د کابل پوهنتون د علمي شورا د پشنهاد پر اساس د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا پریکړه وکړه چې د کابل او د کابل د پولیتخنیک پوهنتونونو درسي بهیر به په اونۍ کې درې ورځې وي درې ورځې د ذکورو او درې ورځې په اونۍ کې د اناثو لپاره وي."

د لوړو زده کړو وزارت د حمل په میاشت کې د شاوخوا اتو میاشتو ځنډ وروسته نجونو ته په دولتي پوهنتونونو کې د زده کړو د پیلیدو زمینه برابره کړه، خو د دغه وزارت د طرحې پر اساس نجونو او هلکانو به په جلا وختونو کې په پوهنتونونو کې زده کړې کولې.

طالبان د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په پنځلسمه نېټه بیا واک ته ورسېدل او ورسره په دولتي پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې هم بندې شوې وې، چې د نوي تعلیمي کال د پیل سره نجونې هم پوهنتونونو ته ستنې شوې. خو په خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې روانې وې.

د پوهنتون یو شمیر پخواني استادان د طالبانو د حکومت له دغې نوې طرحې سره مخالف دي او وايي چې اوس مهال افغانستان کې د استادانو په ځانګړي ډول هغه استادان چې د ډاکترۍ او ماسترۍ په کچه یې زده کړې کړي نشته چې د نوي پروګرام له مخې زده کوونکو ته درس ورکړي.

د پوهنتون پخوانی استاد نوراغا شریفي وايي دا پریکړه په اوسنیو شرایطو کې د تطبیق وړ نه ده: " یو د استاد د کمبود مسله ده او دوهمه مسله د منابعو کمبود او د نصاب د تطبیق مسله ده ځکه دمخه باید محصلینو ته په اونۍ کې ۱۸ کریدته درس ورکول کیده او اوس تاسو دا درې ورځو ته کموئ چې دا کیږي اونۍ کې نهه کریدته، چې د درسي نصاب تطبیق یو ډیر مشکل کار کیږي چې استادان نشي کولی په سمه توګه یې تطبیق کړي او بله مسله د درسي امکاناتو نشتون او بل د مسلکي او متخصصو کدرونو نشتون چې په سم ډول محصلینو ته پوه او مهارتونه انتقال کړي".

د پوهنتون یو بل پخوانی استاد سید باقر حسیني وايي چې د یو لړ دلایلو له مخې دا طرحه عملي نه ده: " لومړی دلیل دادی چې د استادانو شمیر کم دی په ځانګړي ډول ښځینه استادانو شمیر یې کم دی دا کار پر استادانو باندې د فشار سبب ګرځي او هغوی به د ډیرو ساعتونو لپاره درس ورکړي ".

خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې دا نوې طرحه د استادانو د علمي شورا له خوا جوړه شوې او پشنهاد شوې ده چې د لوړو زده کړو وزارت هم تائید کړې ده.

د دغې نوې طرحې له مخې به محصلین په دریو ورځو کې هره ورځ اوه ساعته په ټولګیو کې زده کړې وکړي. دمخه چې محصلین به هره ورځ پوهنتونونو ته تلل د ورځې به یې په ټولګیو کې د درې نیم ساعتو لپاره درسونه لوستل. د لوړو زده کړو وزارت ویلي، چې محصلینو او استادانو دا طرحه خوښه کړې ده.

XS
SM
MD
LG