د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د سولې ولسي حرکت یو غړی "شکنجه" کړی


د سولې ولسي حرکت پروسږکال له هلمند څخه فعالیت پیل کړ او د سولې د پيغام رسولو لپاره یې یو شمیر ولایتونو ته پلي سفرونه وکړل.
د سولې ولسي حرکت پروسږکال له هلمند څخه فعالیت پیل کړ او د سولې د پيغام رسولو لپاره یې یو شمیر ولایتونو ته پلي سفرونه وکړل.

د سولې ولسي حرکت وايي، چې د سید رحیم امید په نوم د دغه حرکت یو غړی طالبانو په هلمند کې ۹ ورځې په بند کې ساتلی او شکنجه کړی یې دی.

د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم‌الله وطندوست وویل، چې طالبانو سید رحیم ته ګواښ کړی که له دغه غورځنګ سره بیا یوځای شي نو وبه وژل شي.

هغه زیاته کړه: "ښاغلي امېد ته ویل شوي، چي موضوع به پټه ساتي او له سیمي څخه به کډه کېږي، که چېري سرغړونه وشي، دی او د کورنۍ نور غړي به ئې ووژل شي".

د ښاغلي وطندوست پر وینا، دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د سولي ولسي حرکت له غړو سره "ناسم چلند او تاوتریخوالی" کوي.

هغه ادعا وکړه، چې له دې مخکي هم د دغې ډلې غړو په پکتیا، هلمند، غزني زابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې د سولې د ولسي حرکت غړي ګواښلي او فزیکي او روحي شکنجه یې ورکړې ده.

ښاغلي وطندوست وویل: "د سولې ولسي حرکت غړو ځکه د طالبانو له لوري داسې شکنجې زغملي چې خدای مه کړه د سولې روانو خبرو ته زیان ونه رسېږي خو اوس ځکه موضوع رسنیزه کوي، چي خبره تر زغم ووتله".

سید رحیم امېد چې د هلمند ولایت د چانجیر د سیمې اوسیدونکی دی، طالبانو بیرته په ضمانت خوشې کړی او له درملنې وروسته د سولې له ولسي حرکت سره یوځای شوی دی.

نوموړی وايي، چې طالبانو د سولې د ولسي حرکت د غړيتوب له امله، له خپل کور څخه بیولی وو "زه یې ډیر سخت ووهلم او دا یې راته وویل، چې نور به د سولې ولسي حرکت ته نه ځې".

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سولې ولسي حرکت پروسږکال په هلمند ولایت کې خلکو ته د سولې د پیغام رسولو په موخه فعالیت پیل کړ او د کابل په ګډون یې د افغانستان یو شمیر نورو ولایتونو ته هم پلي سفرونه وکړل.

د دغه حرکت غړي په داسې حال کې د وسله‌والو طالبانو له تاوتریخوالي او ناسم چلند څخه شکایت کوي، چې د دغې ډلې استازي په دوحه کې له امریکايي استازو سره په نهم پړاو مذاکراتو کې بوخت دي.

په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي، چې له امریکايي لوري سره د سولې د موافقې په لاسلیک کولو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG