د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانګرس غړو د افغانستان د کنګل شویو پیسو د آزادیدو غوښتنه کړې


د متحده ایالتونو د کانګرس یو شمیر غړو د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۶ (لیندۍ ۲۵) ویلي د افغانستان خلک چې په تیرو شلو کلونو کې د امریکا تر څنګ مبارزه کړې، د قحطۍ او اقتصادي سقوط له خطر سره مخ دي.

د امریکا د کانګرس نهو غړو د یو لیک په خپرولو سره د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو او مالیې وزیرانو ته ویلي چې د بشري کړکیچ مخنیوی قاطع اقدام ته ضرورت لري.

د افغانستان د اوسني وضعیت څخه د وتلو په هدف د امریکا د کانګرس دغو غړو د جمهور رئیس جوبایډن حکومت ته وړاندیز کړی چې د افغانانو کنګل شوې شتمني آزاده کړي‌ څو د ملګرو ملتونو د دفاترو له لارې د ښونکو تنخاوي ورکړل شي او په ښوونځیو کې زده کوونکو ته خواړه برابر شي خو په دې شرط چې نجونې هم ښوونځي ته د تګ اجازه ترلاسه کړي.

د کانګرس دغو غړو وویل نغواړي چې د طالبانو له حکومت سره مرسته وشي خو ټینګار یې وکړ داسې لارې چارې شته چې امریکا له هغو څخه په استفاده کولی شي‌ د افغانستان له ناوړه سقوط څخه چې په نړیوالو مرستو متکي دی، په داسې شکل مخنیوی وکړي چې طالبانو ته مشروعیت ورنکړل شي.

دغو امریکایي قانون جوړونکو وړاندیز کړی چې مرستې باید طالبانو ته نه بلکې په مستقیم ډول د افغانستان خلکو ته مهیا شي او دا اقدام کولی شي په افغانستان کې د اقتصادي سقوط مخه ونیسي.

په دې لیک کې د ملګرو ملتونو د راپور په حواله راغلي چې د افغانستان ۱۸.۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته ضرورت لري او د هغه هیواد ډیره برخه د خوراکي موادو له کړکیچ سره مخ دي چې دوه میلیونه پکې ماشومان دي.

امریکایي قانون جوړونکو ویلي چې د افغانستان اکثریت خلک د خوراکي موادو د اخیستلو توان نلري ځکه د هغه هیواد میلیونونو وګړو د څو میاشتو راهیسې خپل معاشونه ندي ترلاسه کړي او حتی خلک په دې نه توانیږي چې په بانکونو کې خپلې سپماوي هم ترلاسه کړي.

په دې لیک کې همدارنګه خبرداری ورکړل شوی چې اقتصادي او د خوراکي‌ توکو کړکیچ داسې ویره رامنځ ته کړی چې افغانان احتمالا په ډله ایزه توګه مهاجرت ته مخه وکړي ‌او دا ډول اقدام به په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل شي.

د داعش د خراسان څانګې ګواښ

د اقتصادي‌ او پولي کړکیچ له رابرسیره کولو سربیره، امریکایي قانون جوړونکو همدارنګه ویلي دي چې د داعش خراسان څانګه په مستقیم ډول د طالبانو واکمني ته تهدید ګڼل کیږي‌ او ددې ویره شته چې د افغانستان د خاورې یوه برخه د تندلارو فعالیتونو په یوې خوندي سیمه بدله شي.

یادو قانون جوړونکو ویلي دي چې قحطۍ او د مهاجرت کړکیچ د داعش خراسان څانګې لپاره په افغانستان کې د فعالیت زمینه مساعده کړې ده.

په دې لیک کې راغلي چې د ملګرو ملتونو ادارو د طالبانو حکومت ته په نه پام داسې نوښت کړی چې له مخې یې د خصوصي بانکونو او ګرځنده ټلفونونو له لارې د ښوونکو معاشونه ورکول کیږي او د بایډن له حکومت څخه یې غوښتي‌ دي چې له دې نوښت څخه ملاتړ وکړي.

د امریکا د کانګرس دغو غړو ویلي دي چې د افغانستان د دولت له سقوط څخه به هیڅوک ګټه پورته نکړي‌ خو هغوی ټینګار کړی چې د طالبانو پر اداره به فشار دوام وکړي څو له راتلونکو تهدیداتو څخه د امریکا د خلکو ساتنه وشي کوم چې منشا یې افغانستان دی او کوم افغانان چې له ځورونو سره مخ دي باید اجازه ترلاسه کړي چې خپل هیواد پریږدي.

XS
SM
MD
LG