د لاس رسي وړ اتصالات

ولایتونو ته د ټاکنیزو موادو د لیږد لړۍ پیل شوه ـ ټاکنو کمېسیون


د افغانستان ګڼو غرنیو سیمو ته حساس ټاکنیز مواد د لارې د خرابوالې له امله پر حیواناتو باندې وړل کېږي.
د افغانستان ګڼو غرنیو سیمو ته حساس ټاکنیز مواد د لارې د خرابوالې له امله پر حیواناتو باندې وړل کېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، نن جمعه د «وږې میاشتې پر۸مه» یې له کابل څخه د ولایتونو مرکزونو ته د ټاکنیزو موادو د لیږد لړۍ پیل کړل.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند ذبیح الله سادات امریکا غږ ته وویل چې نن جمعه هرات، بادغیس او فراه ولایتونو ته د حساسو او غیر حساسو ټاکنیزو موادو د لېږد لړۍ پيل شوه.

ښاغلي سادات زیاته کړه، چې ولایتونو ته په ټاکنیزو موادو کې د رایې پاڼې، د رایو د پایلو فورمې، رنګ، بایومټریک دستګاوې او د ټاکنو په ورځ نور د اړتیا وړ مواد شامل دي چې د رایه اچوونکو د لیست پر اساس ولایتونو او بیا د ولایتونو له مرکزونو څخه د رایو اچونې مرکزونو ته به انتقال شي.

سادات وویل:"نن د درې ولایتونو هرات، بادغیس او فراه د موادو لېږدول نن پیل شول، همکاران نن مصروف دي پر همدې باندې کار کوي."

د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو د مهال ویش له مخې له کابل څخه ولایتونو ته د ټاکنیزو موادو لیږد به ۱۴ ورځې وخت واخلي او ټاکل شوې د سنبلې تر ۲۲ ورځې پورې به دا بهیر بشپړ شي.

افغان امنیتي ادرو چارواکي هم وايي، چې هغو ولایتونو ته، چې د ځمکې له لارې ټاکنیزو موادو لیږد اسان نه دی د هوا له لارې به د دغو موادو په لیږد کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره هم مرسته وکړي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي تیره ورځ کابل کې د ټاکنو د امنیت په اړه یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره ټول امنیتي پروګرامونه په نوبتي ډول تطبیق کیږي.

ټاکل شوې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د مېزان میاشتې پر ۶مه نېټه تر سره شي.

XS
SM
MD
LG