د لاس رسي وړ اتصالات

کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مرستیاله افغانستان ته تللې


د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ مرستیاله کیلي کلیمینټس
د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ مرستیاله کیلي کلیمینټس

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ 'UNHCR' مرستیاله کیلي کلیمینټس وايي، د نړۍ پاملرنه د افغانستان څخه د بلې جګړې له امله د بې ځایه شویو وضعیت ته اوړیدلې ده.

د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) مرستیالې کیلي کلیمینټس کابل ته د سفر وروسته په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې افغانستان ته یې د دې لپاره سفر کړی چې دغه هیواد ته ستنیدونکو افغانانو لپاره ملاتړ جلب کړي او هم وطن ته د ستنیدونکو افغانانو او د هغوی د حقونو څخه د ملاتړ اړتیا په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د حقونو څخه ملاتړ او ددې وړتیا ترلاسه کول دي چې هغوی په ورځیني ژوند کې برخه واخیستلی شي.

د ' UNHCR' د ادارې مرستیاله د یکشنبې په ورځ افغانستان ته تللې ده. هغې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې نړیوالو پاملرنه د نورو جګړو په وجه د بې ځایه شویو وضعیت ته اوړیدلې ده.

میرمن کلیمینټس وویل: "دا د افغانستان او د افغانانو لپاره یو ډیر مهم حالت دی دا یو داسې حالت دی، چې د نړۍ پاملرنه د نورو بې ځایه شو وضعیت ته، بلې جګړې او بل کړکیچ ته اوړیدلې ده ".

هغې وویل افغانستان کې همدا اوس ۳.۵ میلیونه په کور دننه بې ځایه شوي کسان ژوند کوي او شپږ میلیونه نورپه بهرنیو هیوادونو کې مهاجر دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مرستیالې وویل چې د طالبانو د سرپرستې ادارې د چارواکو سره به په دې اړه چې څنګه افغانانو ته ملاتړ برابر شي او هغه افغانان چې د هیواد څخه بهر ژوند کوي او غواړي چې هیواد ته ستانه شي او په سوله ییز چاپیریال کې ټول افغانان سره یو ځای ژوند وکړي خبرې وکړي.

د ملګروملتونو دغې لوړپوړې چارواکې افغانستان ته په داسې حال کې سفر کړی چې دغې ادارې د روانې میلادي میاشتې جون په پنځمه د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي وو، چې د ژمي د رسیدلو وړاندې په کار دي نړیواله ټولنه د افغانستان سره د ملګروملتونو له خوا د سږکال لپاره د غوښتل شوو پیسو درې میلیارده ډالر چې لا تر اوسه دغې ټولنې نه دي سپارل شوي برابر کړي.

ملګروملتونو د روان میلادي کال څخه څو اونۍ وړاندې د نړیوالې ټولنې څخه افغانستان ته په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د بشري مرستو د چمتو کولو لپاره د ۴.۴ میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه چې تراوسه د دغې مرستې شاوخوا درې میلیارده ډالر لا هم نه دي برابر شوي.

د مرستې رسونې ادارې وايي، چې افغانان لا هم د ژوند د تیرولو لپاره د نړیوالې ټولنې بشري مرستو ته سخته اړتیا لري او که دا مرستې برابرې نشي نو په دغه هیواد کې به په راروان ژمي کې یو ستر بشري ناروین رامنځ ته شي.

په مساوي حقونو د باور د موسسې رئیس محمد بشیر بشار وايي، چې د دغې موسسې له خوا دوه میاشتې مخکې یوه ترسره شوې سروې ښيي چې همدا اوس افغانستان کې ۲۶ میلیونه وګړي د لوږې سره مخامخ دي او که چیرې دغه هیواد سره بشري مرستې بندې شي نو دا شمیر به د روان کال ترپایه ۳۰ میلیونو ته لوړ شي.

ښاغلي بشار وویل: "ځانګړي ډول باندې چې اوس نړیواله پاملرنه د اوکراین جګړې ته اوښتې ده دا وضعیت به ددې سبب شي چې د افغانستان داخلي عواید هم راښکته شي ".

په مساوي حقونو د باور د موسسې رئیس له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان له پامه ونه غورځوي او دغه هیواد کې دننه افغانانو سره مرستې وکړي او که نه د افغانستان ناسم وضعیت به په سیمه او نړۍ هم ناسمې اغیزې وکړي او د ډله ایزو مهاجرتونو سبب به شي.

XS
SM
MD
LG