د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې وړاندیز پنټاګون ته سپارم – مک‌‌کینزي


د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر فرانک مک‌کینزي وايي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د تروریستي ډلو د څارنې او پر ضد یې د مبارزې د څرنګوالي په اړه خپل وړاندیز د امریکا دفاع وزیر ته سپاري.

ښاغلي مک‌کینزي د چهارشنبې په ورځ د مې ۱۹ (غوايي ۲۹) منځني ختیځ ته د سفر په مهال خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په هوايي حریم کې د متحده ایالاتو د جنګي الوتکو د الوتنې د حق او په یو شمیر دغو هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو د مېشتېدو په تړاو د واشنګټن مذاکرات دوام لري، خو دغه امریکايي جنرال زیاته کړه چې دا مذاکرات زیات وخت ته اړتیا لري.

جنرال مک‌کنیزي ټینګار وکړ که امریکا په دې برخه کې توافق ته ورسېږي او یا په افغانستان کې امنیتي وضعیت بدلون ومومي له افغان ځواکونو سره د امریکا په مرستو کې به هم بدلون راشي.

ښاغلي مک‌کینزي د امریکا دفاع وزیر لوید استین ته د خپلو وړاندیزو په اړه جزئیات ورنکړل خو ویې ویل چې ښاغلي استین ته به د افغانستان په هوايي حریم کې د کشفي طیارو د منظمو الوتونو د لګښتونو اټکل وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه چې دا الوتنې به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د تروریستي ډلو له فعالیتونو څخه د څارنې لپاره ترسره شي.

د امریکا دغه لوړپوړي پوځي چارواکي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیاو په اړه وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د دې وخت رسېدلی چې افغان پوځ په خپلو پښو ودرېږي او وښيي چې په یوازې سر د جګړې وړتیا لري.

XS
SM
MD
LG