د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د بې پیلوټه الوتکو د وېشتلو خبرداری ورکړ


دا لومړی ځل دی چې یو پاکستاني مشر د امریکا د بي پیلوټه الوتکو د وېشتلو امر کوي
دا لومړی ځل دی چې یو پاکستاني مشر د امریکا د بي پیلوټه الوتکو د وېشتلو امر کوي

د پاکستان د هوايي ځواکونو مشر خپلو سرتېرو ته لارښوونه کړې هره هغه بي پیلوټه الوتکې دې وویلي چې د پاکستان د هوايي حریم حدودي ماتوي.

د پاکستان د هوايي ځواکونو قومندان مارشال سهیل امان د پنجشنبې په ورځ (ډسمبر۷) په اسلام اباد کې د محصلینو په یوې غونډې کې وویل چې هوايي ځواکونه یې له خپل هوايي حریم څخه دفاع کولی شي.

ښاغلي امان همدغه راز ویلي دي چې خپل هوايي ځواک به لا غښتلی کوي. خو نوموړي په دې اړه ډېر جزیات ورنکړل چې د بي پیلوته الوتکو نه يې هدف د امریکا بي پیلوته الوتکې دي؟

امریکا له ۲۰۰۴ راهېسې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د بي پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د القاعدې او نورو اورپکو ډلو مشران وژلي دي. پاکستان د امریکا دا کار په خپلې خاورې تېری بللی خو دا لومړی ځل دی چې یو پاکستاني پوځي مشر خپلو ځواکونو ته د دغو الوتکو د وېشتلو امر کوي.

د راپورونه له مخې د امریکا بي پیلوټه الوتکو په پاکستان، افغانستان او یمن کې یوازې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې څه باندې ۲۰۰۰ کسان وژلي چې یوازې ۳۵ یې وسله وال او امریکا ته مطلوب کسان وو.

پاکستان به د امریکا بې پیلوته الوتکې وولي؟

په پاکستان کې د پوځي چارو ځینې کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان به هېڅلکه هم د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د وېشتلو او غورځولو اقدام ونکړي.

د پاکستان د پوځ یو پخواني چارواکي سعد مومند د امریکا غږ ډیوې څانګې ته وویل چې د پاکستان د هوايي ځواکونو مشر یوازې د خپل ولس د خوشحالولو لپاره دا خبره کړې ده.

نوموړي وویل که پاکستان دا کار وکړي بدې پایلې به ولري "پاکستان د ډرون راغورځولو تکنالوژي په لاس کې لري خو د ډرون رانسکورول دومره ساده خبره هم نه ده. دویکه ډرون رانسکور کړي او د شانه ورپسې د امریکا جنګي الوتکې راشي نو دا به دتباهۍ نه ډکې نتیجې ولري".

ښاغلي مومند دا خبره هم وکړه چې فکر نکوي د ډرون د وېشتلو او غورځولو خبره دې د پاکستان د پوځ رسمي تګلاره وي. تر دې مخکې ځینو پاکستاني چارواکو امریکا ته خبرداری ورکړی و چې د پاکستان پر خاورې د بي پیلوټه الوتکو بریدونه نشي زغملی دی.

خو امریکا له دغو خبرداریو سره سره د پاکستان په خاوره بریدونه کړي او د القاعده او نورو اورپکو یو شمېر مشران او جګړه ماران یې وژلي دي.

د امریکا پوځ وايي د ډرون بریدونه یې خورا کامیابه دي. د پاکستان د هوايي ځواکونو مشر داسې مهال د امریکا د بي پیلوټه الوتکو د نسکورولو خبره کوي چې امریکايي پوځ وايي په افغانستان کې یې خپلې بمبارې درې برابره زیاتې کړي دي. همدا څو ورځې مخکې په یو برید کې د افغانستان لپاره د القاعده ډلې مشر وواژه.

XS
SM
MD
LG