د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: ایران د افغانستان د سولې بهیر د کمزورې کولو هڅه کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي چې ایران د افغان سولې د بهیر د کمزوري کولو هلې ځلې کوي.

ښاغلي پمپیو د سه شنبې په ورځ (جنوري ۷) په یو خبري کنفرانس کې وویل چې ایران د افغانستان د سولې په اړه په سیمه ییزې اجماع کې له ګډون کولو څخه ډډه کړې ده.

نوموړي وویل چې ایران له ډېر پخوا څخه په افغانستان کې د اورپکو ننګه کوي او اوس په فعال ډول هلې ځلې کوي چې د افغانستان د سولې بهیر کمزوری کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل: "ډېر خلک په عربي هېوادونو کې د ایران د نیابتي شبکو په اړه معلومات لري، خو دا رژیم همدغه راز له طالبانو، حقاني او دادالله سره هم اړیکې لري/درلودې."

ښاغلي پمپیو زیاته کړه: "د ایران په چټلو کارونو کې د طالبانو ښکېلتیا به د افغانستان د سولې بهیر ته زیان ورسوي."

ښاغلي پمپیو د جمعې په ورځ د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته په لمړي ځل خبریالانو ته معلومات ورکړل او جنرال سلیماني د وژلو په اړه یې د امریکا د جمهور رئیس د تصمیم ننگه وکړه.

XS
SM
MD
LG