د لاس رسي وړ اتصالات

د سلیماني د جنازې مراسمو کې ۳۰ تنه مړه شوي


د جنرال سلیماني د جنازې مراسم
د جنرال سلیماني د جنازې مراسم

د رپوټونو له مخې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني د خښولو په مراسمو کې د سه شنبې په ورځ جنورۍ اومه په گڼه گوڼه کې ٣٢ کسان مړه شوي دي.

د اسوشیتیدپرس او فرانس پرس اژانسونو د ایران د دولتي تلویزیون له قوله لیکلي چې د کرمان په ولایت کې پدغو مراسمو کې د رامنځ ته شوې گډوډۍ له امله شاوخوا ١٩٠ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

جنرال سلیماني د تیرې جمعې په ورځ د بغداد په هوایي ډگر کې د امریکایي ډرون الوتکو په برید کې ووژل شو، مړی ایران ته انتقال شو او ن په کرمان کې خارو ته وسپارل شو.

د سپاه پاسداران لوړپوړي قوماندان حسین سلامي وویل: "دښمن هغه په ډیرې بې انصافۍ وواژه". هغه زیاته کړه چې د سیمې نه د امریکا د متحده ایالاتو د شړلو بهیر پیل شوی دی.

ایراني مقاماتو یو ځل بیا د امریکا نه په غچ اخیستولو ټینگار وکړ. خو د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي چې که تهران د امریکا پر کوم هدف یا وګړي برید وکړي، پر ضد به يې له پرمختللیو پوځي وسایلو کار واخلي.

له بلې خوا د ایران پارلمان موافقه کړې چې د قدس ځواکونو بودجه چې جنرال سلیماني یې مشري کوله ٢۴۴ میلیونه ډالر نوره هم زیاته کړي.

XS
SM
MD
LG