د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې امریکا ته ویلي په پوځ تکیه کول د افغانستان ستونزه نه حلوي


روسیې د امریکا پر تګلارې د نیوکې سربېره دا ادعا یو وارې بیا رد کړې چې گواکې مسکو له طالبانو سره د وسلو مرسته کوي
روسیې د امریکا پر تګلارې د نیوکې سربېره دا ادعا یو وارې بیا رد کړې چې گواکې مسکو له طالبانو سره د وسلو مرسته کوي

روسیې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې تګلارې په اړه په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې په پوځي حل لارې باندې تکیه کول د افغانستان شخړه نشي حل کولی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د امریکا نوې تګلارې ته په خپل لومړي غبرګون کې وویل چې امریکا د پوځ په کارولو باندې ټېنګار کوي چې د هغه په خبره دا کار د امریکا دوه ګونی چلند ښکاره کوي.

د امریکا په نوې تګلارې کې له ترهګرۍ سره په مبارزې کې له افغانستان سره د مرستو او په پاکستان د فشار راوړلو خبره شوې ده او ویل شوي چې په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو د قوماندانانو صلاحیتونه نور هم زیات شي.

روسیې د امریکا پر تګلارې د نیوکې سربېره دا ادعا یو وارې بیا رد کړې چې گواکې مسکو له طالبانو سره د وسلو مرسته کوي او نور جنګي امکانات ورته برابروي.

تر دې مخکې ځینو امریکايي چارواکو روسیه له طالبانو سره په مرستو تورنه کړې وه او دا خبره یې هم کړې وه چې ځینې روسان په ملکي جامو کې د طالبانو په لیکو کې لیدل شوي دي.

د دوشنبې په ورځ ولسمشر ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله تګلاره اعلان کړه، تر اوسه لږ تر لږه په سیمه کې دوو مهمو لوبغاړو چین او روسیې د دغې تګلارې په اړه منفي غبرګون ښودلی دی. خو هند دا تګلاره ستایلې ده او ویلي یې دي چې د تګلارې په عملي کولو کې به مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG