د لاس رسي وړ اتصالات

په یوې ماشومې جنسي تیري او قتل یې سخت غبرگون پارولی


۷ کلنه زینب
۷ کلنه زینب

په پاکستان کې په یوې ۷ کلنې ماشومې باندې جنسي تیری او بیا د هغې وژنې په ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرگون پارولې دی.

په پاکستان کې وروسته له هغې په ټولنیزو رسنیو کې خلکو سخته غوسه او خپگان څرگند کړ چې د قصور په ښار کې د یوې ٧ کلنې ماشومې مړی په خځلو کې وموندل شو.

٧ کلنه زینب د پنجشنبې په ورځ لادرکه شوې وه چې د سه شنبې په ورځ یې مړې په خځلو کې وموندل شو. پولیسو بیا وویل چې زینب د جنسي تشدد نه وروسته وژل شویده.

په ټولنیزو رسنیو کې د اعتراضونو نه وروسته خلک په قصور کې لارو کوڅو ته راوتلل او د دغې وژل شوې ماشومې لپاره یې د عدالت غوښتنه وکړه.

پولیسو په مظاهره چیانو ډزې وکړې چې دوه تنه پکې ووژل شول او ځینې نور ټپیان شول.

د سوات اوسیدونکې ملالې یوسفزۍ په خپل ټویټر کې ولیکل

"د زینب په هکله چې مې واوریدل نو زړه مې خوږ شو. په قصور کې دغه ٧ کلنه ماشومه ځورول شوې او وژل شویده. پکار ده چې داسې بیا ونشي. حکومت او چارواکي دې پدې اړه اقدامات وکړي."

د نوازشریف لور مریم نواز هم ټویټ وکړ او د خپل حکومت نه یې وغوښتل چې مسؤلو کسانو ته دې داسې سزا ورکړل شي چې بل څوک داسې کار ونکړي

د حقوقو مبارزې منیبه مزاري بیا لیکي

"مونږ انسانان وینو خو انسانیت نه وینو".

جمیله کاکړ چې په اسلام اباد کې د ماشومانو د حقونو مبارزه ده امریکا غږ ته وویل چې "داسې ډول پیښې د ډیر وخت نه د پاکستان په گوټ گوټ کې کیږي. زما په فکر لومړی مسؤلیت د مور او پلار او د هغې نه وروسته د چارواکو او حکومت دی."

خو هغه زیاتوي چې په ټولنه کې د انسانانو په نوم ځنې "ځناور" اوسیږي چې په ماشومانو یې هم رحم نه کیږي.

په قصور ښار کې په ٢٠١٥ کال کې یوې ډلې کسانو د ٢٠٠ نه په زیاتو ماشومانو جنسي تیري کړی و او د هغوي ویډیوگانې یې جوړې کړې وې. تر اوسه پورې پولیس د هغې پیښې په مسولینو پسې گرځي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG