د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د ښځینه خبریالانو ځورونه


د پاکستان په پارلمان کې د بشري حقونو کمیټې ته شاوخوا شل تنو پاکستانیو ښځینه ژورنالیستانو ویلي دي چې دوی په ټولنیزو رسنیو کې په منظمه او همغږې توګه ځورول کیږي او د خپلې دندې په خاطر بې اعتباره او ډارول کیږي.

د پاکستان د مختلفو رسنیو څخه دغو ښځینه ژورنالستانو د سه شنبې په ورځ په یوه احساساتي غونډه کې د پارلمان غړو ته تائید کړه چې دوی په ټولنیزو رسنیو کې ددغه ډول ډارونکي او بدجنسه کمپاین سره مخامخ دي.

یو شمیر ښځینه ژورنالسنانو ادعا کړې چې د پاکستان د صدراعظم عمران خان د تحریک انصاف واکمن ګوند او د ټولنې د یو شمیر ښي اړخه عناصرو پورې د مربوطو ټویټر اکونټونو له لارې پر دوی دغه ډول «منظم» بریدونه کیږي.

څو تنو دغو ژورنالستانو په ډاګه کړې چې دوی د ټولنیزو رسنیو له لارې د جنسي ازار سره مخ دي او یو شمیر دوی ته د «فاحشو» خطاب کوي او دوی پر جنسي تیري او مرګ ګواښي.

یو شمیر دغو ژورنالستانو د پاکستان له پارلمان نه پدې اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې دوی به ددغه ډول بریدونو په وړاندې مقاومت وکړي.

د پاکستان د یوې تلویزیوني شبکې د نطاقې منیزه جهانګیر په ګډون ژورنالستانو پارلمان ته ویلي چې سیاسي ګوندونه د دوی د دفاع لومړۍ کرښه ده او که دوی دغه مسله تعقیب کړي ډیر بدلون به رامنځ ته شي.

د تلویزیون بلې نطاقې اسما شیرازي ویلي دي چې د دوی سره ډیرې ځوانې ژورنالستانې ملګري دي چې کورنیو یې ورته ویلي خپلې دندې پریږدي.

د پاکستان د بشري حقونو د چارو وزیر او د واکمن ګوند مهمې غړې شیرین مزاري پر ښځینه ژورنالستانو باندې دغه ډول بریدونه د «نه منلو وړ» ګڼلي او ویلی یې دي چې دا پخپله او لور یې په ټولنیزو رسنیو ددغه ډول شریرو عناصرو د بریدونو قرباني دي.

میرمن مزاري د پارلمان د بشري حقونو د کمیټې پدغه غونډه کې ډاډ ورکړ چې حکومت به پر ښځینه ژورنالستانو دغه ډول بریدونه ونه زغمي. هغې دا هم وویل چې واکمن ګوند ددغه ډول چلند تر شا ندی. خو وویل چې که څوک معلومات لري ورسره دې یې شریک کړي چې مخ یې ونیسي.

پدې وروستیو کلونو کې د پاکستان په ټولنه کې چې نارینه په کې برلاسي دي د ښځینه ژورنالستانو شمیر زیات شوی او په هماغه اندازه په آنلاین رسنیو کې د هغوی د جنسي ازار پیښې هم زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG