د لاس رسي وړ اتصالات

له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۰۸۸ قضیې څیړل شوي – لویه څارنوالي


د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د روان مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۰۸۸ قضیې څیړل شوي دي.

د دغې ادارې ویاند جمشید رسولي د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱ (تلې ۱۰) خبریالانو ته وویل په دغو قضیو کې جنسي تیري، وهل او ډبول، ځورول، جبري ودونه، د واده مخنیوي، په بدو ورکول، په میراث کې د حق له غوښتلو مخنیوی او د تاوتریخوالي نورې پېښې شاملې دي.

د رسولي په وینا له ښځو سره د تاوتریخوالي د دغو قضیو له جملې څخه ۱۷۳ یې د جنسي تیري، ۱۱۰۰ یې د وهلو ډبولو او ۲۳۴ یې د ځورونې دي.

هغه د جنسي تیري قضیو ته په اشارې وویل: "۳۴ پېښې یې په کابل کې دي، همداشان ۲۴ یې په بلخ کې دي او ۱۷ یې په هرات ولایت کې دي او له هغې وروسته هم د جنسي تیري نورې قضیې په فاریاب، بدخشان، ننګرهار او تخار ولایتونو کې ثبت شوي دي".

د افغانستان د لویې څارنوالۍ د معلوماتو په اساس له ښځو سره د تاوتریخوالي تر ټولو زیاتې قضیې په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د لویې څارنوالۍ د ویاند په وینا په کابل کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۶۶۲ قضیې په بلخ کې ۲۵۶ او په هرات کې ۲۰۸ ثبت شوي دي.

له دغو درېیو ولایتونو وروسته په دایکندي، فاریاب، بامیان، تخار، ننګرهار او یو شمیر نور ولایتونو کې هم له ښځو سره د تاوتریخوالي زیاتې پېښې ثبت شوي دي.

جمشید رسولي وویل چې د تېرو کلونو په پرتله له ښځو سره د تاوتریخوالي د قضیو په ثبتولو کې زیاتوالی راغلی چې په وینا یې دا عدالت ته د ښخو د لاسرسي ښکارندويي کوي.

هغه زیاته کړه چې له ښځو سره د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدو لپاره په ۳۴ ولایتونو کې ځانګړې څارنوالۍ جوړې شوي دي.

XS
SM
MD
LG