د لاس رسي وړ اتصالات

د کجکي بریښنا بند دوهمه برخه پرانیستل شوه


د افغانستان په هلمند ولایت کې د کجکي بریښنا فابریکې د دوهمې برخې (فاز) کار تر بشپړېدو وروسته، نن چهارشنبې د جولای ۲۷ (زمري ۵) د طالب چارواکو لخوا پرانیستل شو.

د پرانیستنې په دغو مراسمو کې، په افغانستان کې د ترکیې سفیر جهاد ارګنای، د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر او نورو لوړپوړو طالب چارواکو برخه لرله.

ښاغلي برادر د کجکي دوهم فاز پرانیستل د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم زیری وباله او ویې ویل چې "پردي زموږ ملک نه راجوړوي؛ موږ باید خپله په یووالي او اتفاق سره خپل هیواد ته کار وکړو."

یادې غونډې ته د طالبانو د رئیس الوزرا دوهم مرستیال عبدالسلام حنفي هم وویل چې د کجکي بریښنا فابریکې د دوهم فاز په پرانیستلو سره به د یاد بند د بریښنا ظرفیت له ۵۰ میګاواټو څخه ۱۵۰ میګاواټو ته لوړ شي.

هغه وویل چې له دې بریښنا څخه به د هلمند ترڅنګ، د کندهار، ارزګان او ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکي برخمن شي.

نوموړي زیاته کړه: "نن موږ او تاسو ۱۰۰ میګاواټه اضافه برېښنا پرانیزو چې ټوله ۱۵۰ میګاواټه بریښنا کیږي، ان شاءالله چې د هلمند شریف ولس، کندهار، ارزګان او نور ګاونډي ولایتونه به ۲۴ ساعته بریښنا ولري. صنعتي فابریکې به هم له دغه بریښنا څخه استفاده وکړي او د ملي سوداګرو ټولې ستونزې به حل شي."

ښاغلي حنفي د کجکي دوهم فاز پرانیستل د طالبانو حکومت او افغانانو لویه لاسته راوړنه وبلله. د کجکي بریښنا فابریکې دوهم فاز د (۷۷) په نوم یوه ترکي شرکت لخوا جوړ شو. طالب چارواکو له یاد شرکت څخه مننه وکړه چې د یاد فاز په جوړولو کې یې پانګونه کړې ده.

یادو مراسمو ته په افغانستان کې د ترکیې سفیر جهاد ارګنای وویل چې د کجکي بند پروژې کې پانګونه د ترکیې او افغانستان د ژورو تاریخي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو ښکارندويي کوي.

ښاغلي ارګنای زیاته کړه چې یاده پروژه د بریښنا ترڅنګ د کروندګرو لپاره هم حیاتي ارزښت لري او د هلمند او کندهار ولایتونو ته به بشپړه بریښنا چمتو کړي.

د نوموړي په وینا نړیوال بانک یاده پروژه له نژدې څاري او په خبره یې په تطبیق سره به یې سیمې ته پاملرنه وکړي. په کابل کې د ترکیې سفیر همدرانګه زیاته کړه چې هیواد یې په افغانستان کې یوازې د انرژۍ د تولید په برخه کې ۷.۵ سلنه پانګونه کړې ده.

پر همدې مهال د ترکیې د ۷۷ کمپنۍ مسؤل سلیمان جلیو وویل چې دوی به په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخه کې، په کندهار او هرات ولایتونو کې هم د بادي بریښنا د تولید دپاره پانګونه وکړي.

په هلمند ولایت کې د کجکي بند په ۱۹۵۳ میلادي کال د امریکا متحده ایالاتو لخوا جوړ شو او په ۱۹۷۵ میلادي کال کې د بریښنا تولید ورڅخه پیل شو. هغه مهال د یاد بند دوه توربینونه فعال شول چې د ۱۶.۵ میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت یې درلود.

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل او تر هغه وروسته د کورنیو جګړو پرمهال د نه پاملرنې له امله، د کجکي فابریکې د بریښنا ظرفیت تر ټولو ټیټي کچې ته رسېدلی و. خو په افغانستان کې د تیرو دوو لیسزو په جریان کې د امریکا متحده ایالاتو له ملاتړ څخه برخمن افغان حکومت لخوا ورته پاملرنه وشوه.

د کجکي بریښنا فابریکې دوهم فاز چاري په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغانستان د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکومت پر مهال پيل شوې.

ټاکل شوې وه چې د دغه بند دوهم فاز د جوړېدو چارې په ۲۰۲۰ کال کې بشپړ شوي وای، خو هغه مهال د خراب امنیتي وضعیت له امله دغه چارې ټکنۍ شوي وې.

یاد بند د سل متره په اوږدوالي او ۲۲۹۰ متره په بر سره د ۲.۸ مليارده متره مکعب اوبو مهارولو ظرفیت لري چې د هلمند ولایت ۱۸۰۰ کیلومتره مربع ځمکې خوړوبوي.

د کجکي بریښنا فابریکې دوهم فاز په پرانیستلو سره د بریښنا زیاتوالي ته پر داسې مهال تمه ښودل کیږي چې په افغانستان کې د سختې وچکالۍ له امله ددغه بند اوبه کمې شوي دي.

XS
SM
MD
LG