د لاس رسي وړ اتصالات

سمنګان کې د برښنا پایې الوزول شوي؛ په کابل برښنا پرې شوې


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

په سمنګان کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د ازبيکستان وارداتي برښنا درې پايې د ناڅرګندو کسانو لخوا په بمونو الوزول شوي دي.


باختر دولتي خبري آژانس د دوشنبې په ورځ مۍ ٢٣ (غبرګولي دوهمه) د ځايي چارواکو له قوله ويلي چې د برښنا دغه پايې د ځاى پر ځاى شوي ماينونو د چادونو له امله په بشپړه توګه ويجاړي شوي دي.

د وارداتي برښنا د دغو پايو په ويجاړېدو سره د کابل په ګډون ګڼو ولايتونو باندي برښنا قطعه شوې ده.
طالب چارواکو ويلي چې د ويجاړو شوو پايو د بېرته رغولو لپاره تخنيکي ټېمونو د پېښې ځاى ته رسېدلي دي.


د افغانستان برښنا رياست تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي٠ويل کيږي چې د ويجاړو شوو پايو بيرته رغول به څو اونۍ وخت ونيسي.


تر دا مهاله د ازبيکستان وارداتي برښنا د دغه پايو د تخريب مسٶليت کومې ډلې نه دى منلى، خو طالبانو ويلي چې ددغه پېښې د عاميلينو د نيولو هڅې پيل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ٣٠ ( وري ١٠) د پروان ولايت په جنوبي سالنګ "تاغمه" سيمه کې د وارداتي برښنا دوې پايې په بمونو تخريب شوې چې له امله يې د کابل په ګډون لس ولايتونو باندي برښنا قطه شول.


د افغانستان برښنا رياست تيره اونۍ وويل چې د تخريب شوو دوو پايو څخه يوه يې بيرته رغولې او د دوهمې د بيرته رغولو کار هم روان دى.


پر افغانستان د طالبانو تر حاکميت وروسته دا دوهم ځل دى چې د وارداتي برښنا پايې ويجاړي کيږي٠تر طالبانو مخکي حکومت کې هم څو ځله د ازبيکستان د وارداتي برښنا پايي تخريب شوي دي٠د افغانستان برښناشرکت تر دې مخکې ويلي چې د هرې پايې بيرته رغول ١٠٠زره امريکايي ډالر لګښت غواړي.


افغانستان پر وارداتي برښنا متکي دى او د خپلې اړتيا شاوخوا ١٦٠٠ميګاواټه برښنا ته اړتيا لري٠ افغانستان د خپلې اړتيا ٧٠ سلنه برښنا له ازبيکستان، تاجيکستان او ايران څخه واردوي او پاتې ٣٠ سلنه له داخلي منابعو بابروي.

XS
SM
MD
LG