د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: ایران هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زور باسي


د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وایي، په دې وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو ایستلو بهیر کې زیاتوالی راغلی دی او په تېرو پنځو ورځو کې زرګونه کډوال له دغه هیواد څخه په زوره ایستل شوي دي.

دغه وزارت ولیي چې یوازې تیره ورځ دوشنبه جولای څلورمه (چنګاښ ۱۳)، ۳۱۹۸ افغان کډوال په نیمروز ولایت کې د «میلک» او په هرات ولایت کې د اسلام قلعه بندرونو له لارې دغه هیواد ته راغلي دي.

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت ویلي زیات شمېر کسان چې خپل هیواد ته ګرځېدلي دي، په غیر قانوني ډول ایران ته تللي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس، همدرانګه د چنګاښ میاشتې له ۱۱ مې نېټې څخه ۴۵۵۹ کسان د افغانستان له سرحدونو څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي چې هغوی کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت په وینا د ایران حکومت له خپل هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی او په خبره یې هره ورځ زرګونه کسان په زور سره افغانستان ته استول کیږي.

طالب چارواکو تر دې مخکې هم ویلي و چې د روان کال له پيل څخه هره ورځ په اوسط ډول ۲۰۰۰ افغان کډوال له ایران څخه ایستل کیږي.

د کډوالو په چاروکې د ملګرو متلونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو په اساس په افغانستان کې د طالبانو تر حکومت مخکې په ایران کې ۳.۴ میلیون افغان کډوالو ژوند کوی چې نژدې دوه میلیون یې غیر قانوني کډوال و. خو وايي چې په تیرو لسو میاشتو کې سلګونه زره نور کډوال هم ایران ته تللي دي.

له ایران څخه د افغان کډوالو ایستلو بهیر زیاتېدو سره، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې له ایران څخه غوښتي و چې افغان کډوالو ته بشري اسانتیاوې برابرې کړي.

دغه وزارت د جون ۲۰ ( غبرګولې ۳۰) په یوې اعلامیې کې ویلي وو چې د دغه وزارت معین شیر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیا سره لیدنه کې په ایران کې له افغان کډوالو سره د نرم چلند او د بشري اسانتیاو برابرولو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین تمه ښودلې وه چې ایران افغان کډوالو ته د وېزې ورکولو بهیر چټک کړي تر څو دغه هیواد ته د افغان کډوالو د قانوني تګ راتګ زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمدي وحیدي وویل،هغه بهرني اتباع چې د ایران د بهرنیو وګړو د پېژندنې په طرحې کې نوملیکنه نکوي، په دغه هېواد کې یې اوسېدل غیرقانوني دي او له دغو خلکو سره به قانوني چلند کېږي.

ښاغلي وحیدي جولاۍ درېیمه (چنګاښ۱۲) په یو خبري کنفرانس کې وویل: «د بهرنیو اتباعو د پېژندنې طرحه پیل شوې ده او تر دې دمه ۲.۳ میلیون کسان د نوم لیکنې لپاره راغلي دي

نوموړي وویل هغو بهرنیو اتباعو چې په دغې پروسې کې نوملیکنه کړې ده او هویت یې تثبیت شوی دی، په ایران کې «له بانکي خدمتونو، بیمې» او نورو اړوندو مسائیلو څخه ګټه اخیستلای او «خپل فعالیتونو د قانون په چوکاټ کې» برابرولای شي

XS
SM
MD
LG